د مهاجرو د کاروان انځور اخیستونکی ژورنالیست، د جایزې مستحق شو
له منځني او لاتین امریکایي هیوادونو څخه د امریکا پر لور حرکت کوونکو مهاجرو کاروانونو د رسنیو او سیاستوالو پام ځانته را اړولی دی. یوه مکسیکویي عکاس د امریکا پر لور د مهاجرو خطرناک سفر په یوه انځوریز البوم کې تمثیل کړی دی.
د جایزې ترلاسه کونکی عکاس ژورنالیست او د مهاجرت بحران
په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې په زرګونو پناه غوښتونکو د بهتره ژوند په لټه کې امریکا ته مخه وکړه. په دې ترڅ کې دغو مهاجرو پر ډیرو خطرناکو لارو په میاشتو میاشتو مزلونه وکړل. مکسیکویي ژورنالیست ګولیر مو آریاس، په همدغو ستونزو کې د ایسار پاتې شویو مهاجرو ترخې تجربې حکومت ته د انځورونو په ژبه وړاندې کول او له همدې امله د فوتو جرنالزم د جایزې مستحق شو.
له ماشومانو سره د پناه په لټه کې
د سیاسي پناه په لټه کې متحده ایالاتو ته د ځان رسولو کوښښ کوونکي ډیر کسان د دې له پاره خپل ماشومان هم له ځان سره وړي چې شاید د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه يې ژر ومنل شي. خو حقیقت د دې برعکس دی. کورنۍ په سرحد کې له ډیرو ستونزمنو حالاتو سره مخامخ کیږي. په ډیرو مواردو کې خو ماشومان له مېندو او پلرونو څخه په جلا توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.
د بهتره ژوند له پاره په زرونو میله پلي مزل
د امریکا سویلي سرحد ته د رسیدو له پاره د لاتین امریکا هیوادونو پناه غوښتونکي په اونیو اونیو پلی مزل کوي. په عمومي شکل د هندوراس، ګواتیمالا، نیکاراګوا او السوادور هیوادونو مهاجر په يوه کاروان کې مخ پر وړاندې حرکت کوي. په داسې کاروانونو کې شامل کسان تر ۲۰۰۰ کیلومترو پورې پلې مزل کولو ته هم تیار وي. کله نا کله دوی ته په لارۍ موټر یا اورګاډې کې د سفر امکانات هم برابریږي.
پر مکسیکو فشار
په دې انځور کې لیدل کیږي چې مهاجر له یوه ماشوم سره مرسته کوي. د مکسیکو په ویراکروز ایالت کې د سایولا دی الیمان، او اسلا په وصلونکي لویه لاره کې یو کس هڅه کوي یو ماشوم لارې موټر ته پورته کړي، څو خپل سفر ته ادامه ورکړي. امریکا ته تلونکي اکثره پناه غوښتونکي له مکسیکو څخه تیریږي، چې له امله یي دغه هیواد هم تر سخت فشار لاندې دی.
په مکسیکو کې مهاجر اسانتیاوې ترلاسه کوي
د پناه غوښتونکو په برخه کې د امریکا په مقابل کې د مکسیکو دریځ یو څه نرم دی. سربیره پر دې په دې هیواد کې دوی په هر ځای کې مرسته ترلاسه کوي. داسې مهاجر په مختلفو برخو کې روزنیز او طبي آسانتياوې ترلاسه کوي.