1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د کورنيو د الحاق پر موضوع تازه جنجالونه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

«شپيګل» مجله خبر ورکوي چې د مهاجرو کورنيو د الحاق موضوع، يو ځل بيا د آلمان په ائتلافي حکومت کې اختلافات رابرسيره کړي دي. د کورنيو چارو وزارت غواړی چې اسناد دې په سفارتونو کې وڅيړل شي.

https://p.dw.com/p/2wuR9
Deutschland Asylsuchende
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

آلمانۍ مجلې «شپيګل» رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت د مهاجرو د کورنيو د غړو د الحاق په تړاو په خپله طرحه کې غوښتي دي چې هغه افراد چې د الحاق پروګرام شرايط پوره کوي او غواړي په آلمان کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي، څيړنې يې باید په بهر کې د آلمان په ديپلوماتيکو نمايندګيو کې ترسره شي.

د کورنيو چارو وزارت له دغي طرحي سره د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکوس ماس مخالفت کړی دی. ماس د سوسيال ديموکرات ګوند غړی دی چې د آلمان د ائتلافي حکومت شريک دی. د هغه په وينا د الحاق شرايطو ته د برابرو افرادو د اسنادو څيړل د «آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې» (بامف) کار دی.

ورته نور مطلبونه:

رپوټ: په آلمان کې د مهاجرو کورنيو د الحاق کچه ښکته شوې ده

د محکمې حکم: نابالغه مهاجر حق لري خپلې کورنۍ راوغواړي

CSU Innenminister Horst Seehofer - Familiennachzug
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر انځور: picture alliance/dpa/T. Hase

د بيلګې په توګه په بيروت او عمان کې د آلمان سفارتونه د هغو کسانو د زښته ډيرو دوسيو د څيړنو له امله چې غواړي په آلمان کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي، تر سختو فشارونو لاندي دي. په همدې دليل په دې برخه کې د نويو دوسيو له پاره ځای نه ليدل کيږي.

شپيګل مجلې د بهرنيو چارو وزير له قوله ليکلي دي، که چيري د آلمان د کورنيو چارو د وزير، هورست زيهوفر دغه طرحه عملي شي، په دې صورت کې به په يوه مياشت کې يوازې ۲۰ دوسيې د ويزو د صادرولو له پاره وڅيړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې محافظه کار ګوندونه له سوسيال ديموکرات ګوند سره چې د ائتلافي حکومت شريکان دي، تر دې مخکې د الحاق پروګرام له لاري آلمان ته په هره مياشت کې د زرو کسانو پر راتگ توافق کړی دي.

«شپيګل» دغه راز ليکلي دي چې سوسيال ديموکرات ګوند داسې ګومان کوي چې زيهوفر د آلمان د نمايندګيو له قونسلي کاري ظرفيته معلومات لري او غواړي په خپلي دا ډول طرحې سره، په لوی لاس د الحاق په پروګرام کې د مهاجرو د کورنيو شمير راکښته کړي.

د مهاجرو کورنيو د الحاق پر موضوع يو انځورير البوم: