1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د کښتۍ د ډوبیدو له کبله ۲۰ کسان ووژل سول

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۶, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ د لیبیا ساحل ته نژدې د مهاجرو یوه کښتی ډوبه سوه چي پکښې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان سپاره ول. د آلمان خبري آژانس د له ۲۰ څخه تر ۳۰ مهاجرو د وژل کیدو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1IusE
Mittelmeer Flüchtlinge Rettungsaktion
انځور: Reuters/Marina Militare

آلماني خبري آژانس دغه خبره د EUNAVFOR MED ماموریت په حواله کړې ده او زیاته کړې یې ده چي په دغې کښتۍ کي سپاره ډیری کسان د یوې هسپانوي کښتی په واسطه ژغورل سوي دي.

په عین حال کي الوتکو له هوا څخه هغو کسانو ته چی لا یې د تختو پر ټوټو باندي ځانونه ټینگ کړي ول، ژغورونکي واسکټونه ورغورځولي دي. ویل کیږي ، چی ژغورونکي عملیات لا دوام لري.

ایتالیوی ساحلي ساتونکو په لمړي قدم کي نه غوښتل، چی د قربانیانو دغه شمیر تایید کړي، خو ویلي یې دي چي د هغوی دوې کښتی به ژغورونکو عملیاتو کي برخه لري. د هغوی ویاند «مارکو دي میلیا» ویلي دي چې ۸۸ مهاجر ژغورل سوي دي.

همدا پرون چهارشنبې ورځ هم په مدیترانه کي د مهاجرو یوه کښتی چپه سوې وه ، او پکښي پنځه تنه وژل سوی ول.