1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو له پاره دي د ټولنيزو مرستو د پيسو اندازه لږ شي»

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د اتريش د انتخاباتو مخکښ نوماند غواړي د پناه غوښتونکو له پاره د ټولنيزو مرستو پيسې کمې کړلي شي او وروستی حد ورته وټاکل شي.

https://p.dw.com/p/2jO37
Österreich Linz ÖVP wählt Sebastian Kurz zum Vorsitzenden
انځور: picture-alliance/dpa/APA/H. Punz

د اتريش د بهرنیوچارو وزير سبا ستین کورتس ويلي دي چې د مهاجرو له پاره د ټولنيزو مرستو پيسې بايد کمې شي او يو مشخصه اندازه ورته وټاکل شي. هغه په داسې حال کې دغه خبري کړي چې د اتريش راي ورکونکو تر منځ د مهاجرو موضوع يوه انديښمنه مسله ده.

په پام کې ده چې په ټول اتريش کې د اکتوبر مياشتې پر پنځلسمه نيټه ټاکنې تر سره شي. په دغو ټاکنو کي د (خلکو) له ګوند څخه سباستين کورتس د برياليتوب چانس زيات دې.

د کورتس د طرحې له مخې د هر پناه غوښتونکې له پاره په مياشت کې تر ۵۶۰ ايرو په پام کي نيولي شوي چې دغه اندازه پيسې په دې هيواد کې تقريبا د فقر نیمه کچه ده. دغه راز په دې طرحه کې د مرستو وروستی حد د يوی کورنۍ له پاره ۱۵۰۰ ايرو په پام کې نيول شوي.

په تير کال کې اتريش ته له نږدي ختيځ، افغانستان او افریقا څخه په زرونو کسان راغلي. دغه مسله په ټولنيزو برخو کې د دولت له خوا د مرستو د زياتيدلو سبب شوې. هغه سیاستوال چې د پناه غوښتونکو له پاره د مرستو د کمښت پلویان دي، له دې موضوع څخه په ټاکنو کې د رايو په اخيستنه کې ګټه اخلي.

له نظر پوښتنو څخه داسې ښکاري چې د سباستین کورتس د (خلکو) محافظه کار ګوند ۳۳ سلنه راي له ځان سره لري. په داسې حال کې چې ښي اړخه ګوند (آزادي) او د صدراعظم کریستن کرن (سوسیال ديموکرات) ګوند هر یو ۲۵ سلنه د خلکو له خوا ملاتړ لري.

‍یو ديرش کلن کورتس په خپله یوه وینا کې ویلې: «موږ بايد د يوه هوسا دولت او سیتسم څخه په اوږده موده کې ساتنه وکړو. دغه هدف ته د رسیدلو له پاره د ټولنيزو جوړښتونو څخه د مهاجرت پر وړاندي هم ساتنه وکړو.»

هغه ويلي دي: «ډير کسان د ټولنيزو مرستو پيسې تر لاسه کوي. پرته له دې چې دغې ټولنيز سیستم ته يې کومې پيسې ورکړي وي. هغه کسان چې کار کوي او ماليه ورکوي نه ښاي چې هغوي ته زیان ورسییږي.» د کورتس دغه خبري د اتريش ښي اړخه (آزادۍ) ګوند ته ورته دي.

د مهاجرو د ستر بهیر له پيل سره سم، د اتريش له ايالاتونو څخه يې درې ايالته داسي عمل کوي، لکه د دغه هيواد فدارلي حکومت چې يې کوي. د (آزادۍ) په نامه ګوند له مهاجرت سره د مخالفت له کبله توانيدلې چې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي، کورتس په دي تورنوي،چې د دوي پروګرامونه يې کاپي کړي.

د پناه غوښتونکو له پاره د مرستو کمولو قانون چې په دې درو ايالاتونو کي په اوس وخت کې د اساسی قانون محکمې تر څيړنو لاندې دې، داسې نه ښکاري چې د نوي ميلادي کال له پيل څخه تر مخه به عملي شي. د ملګرو ملتونو د بي ځايه شویو آژانس وايې د ټولنيزو مرستو کمول د اروپايي او نړيوال قانون نقضول دي.

د فقر له منځه وړلو کنفرانس د توافق له مخې يوه کورنۍ د دوو مشرانو او دوو ماشومانو سره بايد په مياشت کي تر ۲۵۰۰ ايرو پوري عايد ولري. دغه اندازه پيسې بيا د بيکارۍ په حالت کې د ټولنيزو چارو د بسايني سیستم له خوا ورکول کيږي. تر اوسه لا مشخصه شوی نه ده چي هغه پناه غوښتونکي کورنۍ چې ډير ماشومان ولری څومره اندازه پيسې به تر لاسه کولای شي. د کورتس انتخاباتي ټيم د دې مسلي په هکله څه نه دي ويلي.

د ويانا په ايالت کې چيرته چې تر شپيته سلنه زيات د ټولنيزي سوکالۍ پيسې ورکول کيږي، يو تن ته پرته د هغه د تابيعت په نظر کې نيولو سره اوس مهال په مياشت کې ۸۴۰ يورو ورکول کيږي.

د اتريشي راي ورکونکو له پاره د مهاجرت موضوع  يوه د انديښنې وړ او حساسه مسله ده. دغه راز کورتس غواړي د برياليتوب په حالت کې د شرکتونو مالیات راکم کړي. په اوس وخت کې د شرکتونو مالیات پنځه ويشت سلنه دي.

زموږ له ارشيف څخه: