1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو له پاره د کارموندني آنلاين اسانتياوي

۱۳۹۷ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

په ايټاليا کي د مهاجرو له پاره تازه يو داسې انترنيتي آنلاين خدمات فعال شوي چې هغوی يې له لارې د کار بازار ته ځان معرفي کولای شي. هر مهاجر کولای شي په «ستارت ريفيوجيز» ویب پاڼه کې ځان راجستر کړي.

https://p.dw.com/p/2wAfQ
Italien Einwanderer in Aspromonte, Kalabrien
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaro

په ايتاليا کې د «ستارت ريفويجيز» آنلاين انترنتي خدمات تازه پیل شوي دي چې اصلي موخه يې د کار تر بازاره د مهاجرو رسول دي.

د http://www.startrefugees.com په نوم دغه ويب پاڼه په دې موخه چې مهاجر له مالي اړخه خپلواک او پر خپلو پښو دريدلي وي، جوړه شوې ده. اوس مهاجر کولای شي د دغې ویب پاڼې له لارې ځان د کار بازار ته وروپيژني.

د دغه آنلاين خدماتو استعمال ډير ساده دی. د موبايل تليفون کارونکي کولاي شي د دغې ويب پاڼې آپس په خپل موبايل کې ډانلود او کار ورڅخه واخلي. په ايټالوي ژبه جوړه شوې دغه ويب پاڼه، په حاضر وخت کې يوازې د ايتاليا په ليګوريا سيمه کې د استفادې وړ ده، خو ويل شوي دي چې ډير ژر به نورې سيمې هم تر خپل پوښښ لاندې راولي.

په دغې ويب پاڼه کې هر مهاجر کولای شي خپل ځان راجستر کړي. د راجستر کولو پر وخت مهاجر بايد د خپل ځان په اړه مختصر معلومات ذکر او تر څنګ پکښې ورزياته کړي چې د څه کاري يا مسلکي وړتياو خاوند دی.

هغه مهاجر چې غواړي د شرايطو مطابق ځان په دغې ويب پاڼه کې راجستر کړي، د مهاجرو د نوم ليکنې په مرکزونو کې ورته د راجستر کولو په برخه کې د مرستو امکانات په نظر کې نيول شوي دي.

د «ستارت ريفويجيز» انترنيتي آنلاين خدمات په اصل کې د هغو مهاجرو له پاره د يو ديتابيس حيثيت لري چې د ښو مهارتونو، تجربو، کاري وړتياوو او مسلکونو خاوندان دي. هغه ادارې چې مسلکي کارکونکو ته اړتيا ولري دغې ویب پاڼې ته مراجعه کوي.

ياده پروژه د ايتاليا د کورنيو چارو وزارت د هغه پروګرام برخه ده چې غواړي مهاجرو ته د کار له طريقه په ټولنه کې د ادغاميدو امکانات برابر شي.

د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: