1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو ماشومانو ته د «ارزښتونو» ښوولو غوښتنه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د آلمان د محافظه کارانو د ګوند جګپوړي سیاستوال غواړي چې د آلمان په ښوونځیو کې د مهاجرو ماشومانو ته د «ارزښت» په هکله زده کړې ورکړل شي. د دې زده کړو معیارونه تر فرهنګي او مذهبي اعتقاداتو هم لوړ ټاکل کیږي.

https://p.dw.com/p/2xHCI
Symbolbild Schulbildung für Flüchtlingskinder
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د «راینشه پوست» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د خپلې دوشنبې ورځې په ګڼه کې ویلي چې د آلمان مسیحي سوسیال او مسیحي ديموکرات ګوندونه په دې هڅه کې دي چې د آلمان په ښوونځیو کې د مهاجرو ماشومانو ته پر ژبې سربیره د ارزښتونو په هکله هم زده کړې ورکړل شي.

د یادې ورځپاڼې د رپوټ په حواله د آلمان د حاکمو ګوندونو یعنې مسيحي سوسیال او مسیحي ديموکرات گوندونو لوړپوړو وکیلانو په ښوونځیو کې د «ارزښتونو د زده کړې» تر نامه لاندې د پروګرام له پاره یوه طرح هم چمتو کړې ده. ورځپاڼې وړاندي ویلي دي چې د طرحې په اساس د مهاجرو ماشومانو ته به د عامه نظم، د جنسیت مساوات او همدا راز د ځواک د استعال په هکله د حکومت د انحصار په هکله معلومات ورکړل شي.

رپوټ د طرحې یوه بله برخه راخیستې او پکې ویل شوي چې په آلماني ټولنه کې د هغو کسانو ادغام چې په آلمان کې د پاتېدو اجازه ترلاسه کوي، زموږ په ټولنه کې د امنیت ساتلو له پاره مهم دی. په طرح کې همدا راز راغلي دي چې د دې راز زده کړو اصلي هدف به مهاجرو ته د دې فرصت په لاس ورکول وي چې زموږ ارزښتونه، د قانون حاکمیت او په عین وخت کې دوی ته زموږ د حقوقي نظام د محدودیتونو او وظایفو په هکله معلومات او زده کړې ورکړل شي.

 ټاکل شوې چې د یادو ګوندونو دغه طرح به نن د دوشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د مې میاشتې پر ۹ نیټه» د آلمان په فرانکفورت ښار کې وړاندې شي. ټاکل شوې چې په همدې ورځ به د مسيحي سوسیال او مسیحي ديموکرات ګوندونو ایالتي او فدرالي وکیلان ملاقات هم ولري. انتظار کیږي چې د آلمان صدراعظمه انګلامیرکل به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د فرهنګ او مذهب پر سر ارزښتونه

د طرحې په حواله په دې وړاندیز شوو ټولګیو کې د جنست د مساوات، د مطبوعاتو د آزادۍ او د انساني کرامت د ساتنې په تړاو زده کړې به هرومرو د مختلفو فرهنګونو او مذهبي عقایدو پر سر وي.

د ارزښتونو په هکله د زده کړې دغه نظریه تیره میاشت د آلمان د بایرن ایالت د ایالتي لومړي وزیر مارکس سودر او په هیسن ایالت کې د هغه سیال فولکر بوفیر وړاندې کړې وه. د «شپیګل» په نامه له یوې آلمانۍ مجلې سره بوفیر ویلي ول چې له تیرو دوو کلونو راهیسې دغه ته ورته یوه بله پروژه د مهاجرو په کمپونو کې د عملي کیدو په حال کې ده.

نوموړي یادې مجلې ته ویلي دي چې دغه پروژه ډیره بریالی ده او له همدې کبله موږ غواړو چې خپله دغه تجربه د خپل واک په راتلونکې موده کې ان تر ټولګیو او ښوونځیو پورې وغځوو.

زموږ له آرشیف څخه: