1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو موضوع په اړه سرمشریزه

۱۳۹۵ اسفند ۳۰, دوشنبه

د مهاجرو موضوع په هکله گډي خبري ډیري لږ اورېدل کېدې. خو اوس اروپایي او افریقایي مشران د ایټالیال په پلازمېنه روم کې سره راټولیږي. هغوی اروپا ته د راتولونکي مهاجرو د کنترول پر ستراتیژۍ بحثونه کوي.

https://p.dw.com/p/2ZWDN
Italien gerettete Bootsflüchtlinge im Hafen von Catania
انځور: Reuters/A. Parrinello

په پام کې ده چې د ایټالیا لومړی وزیر پاولو گینتولوني، د اروپايي اتحادیې او همداشان د شمالي افریقا هیوادونو د کورنیو چارو له وزیرانو سره په روم کې وویني. د خبرو اترو موضوع د مهاجرو کړکیچ دی.

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر توماس دیمیزیر ترڅنگ په دغه کوچنۍ سرمشریزه کې د ایټاليا، فرانسې، اتریش، مالتا، سلوانيا او سویس د کورنیو چارو وزیران برخه اخلي. پر دې سربیره له الجزایر، تونس او لیبیا څخه د استازو د گډون تمه هم کیږي.

په اصل کې پر دې موضوع باندې خبري اتري کیږي چې څرنگه اروپا ته د مهاجرو د هجوم مخه نیول کیدای شي. ایټالیا په ځانگړې توگه د مهاجرو کړکیچ له کبله اغیزمنه ده، ځکه چې دا مهال دغه هیواد ته له افریقا څخه تر ټولو زیات خلک د مدیتراني سمندرگي له لاري ورغلي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶م کال کې ډېر مهاجر په سمندر کې وژل شوي او په زرونو نور کسان له ناوړه چلن سره مخامخ شوي دي. د روان میلادي کال له پېل راهیسې شا او خوا ۱۶۰۰۰ مهاجر ایټالیا ته رسیدلي دي چې د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۵۰۰۰ تنه زیات دي. همداشان روان میلادي کال په اوبو کي د ۵۲۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکول کیږي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر مارکو منتي، غواړي چې د اروپایي او افریقایي هیوادونو تر منځ یو ډول دایمي د «تماس ډله» رامنځ ته کړي، څو پر دغه ستونزو برلاستوب وموندل شي. په پلازمېنه روم کې په دغو خبرو اترو کې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمېسار دیمترس اوراموپولس، هم گډون کوي.

د یکشنبې په ماښام د لېیبا په سواحلو کې شا او خوا ۳۰۰۰ مهاجر چې په کښتیو کې سپاره ول، ژغورل شوي دي. د ایټاليا ساحلي څارونکو د وینا له مخې په ټوله کې دغه کسان د ۲۲ ماموریتونو په ترڅ کې وژغورل شول. تر څو ورځو کرارۍ وروسته د موسم په ښه کیدو سره یوځل بیا خلک د مدیترانې سمندرگي له لاري خطرناک سفر کولو ته زړه ښه کوي، څو اروپا ته ځان ورسوي.

د آلمان او فرانسې د مرستې یوه گډ نوښت پر خپله انټرنېټ پاڼه رپوټ ورکړی دی چې دوی په نهو کښتیو کې په زرونو مهاجر ژغورلي دي چې تر ۲۰۰ زیات پکښې ماشومان دي.

لېبیا چې د مدیترانې په څنډه کې پروت دی د افریقايي هیوادونو د مهاجرو له پاره په مهم ترانزیتي هیواد اوښتی دی او اروپا ته د غیر قانوني سفر له پاره د انساني قاچاق وړونکو د فعالیت له پاره هم مشهور دی.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په تیر میلادي کال کې له افریقا څخه اروپا ته د تیښتې پر مهال تر ۵۰۰۰ زیاتو کسانو په مدیترانه سمندرگي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا تیرو کلونو په پرتله تر ټولو زیات شمیر وو چې ثبت شوی دی.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: