1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو نه اخراج، د محکمو د صلاحيت کمېدني سبب کيږي

۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعه

د آلمان ځيني محکمې او قاضيان وايي چي د پناه غوښتونکو د بيرته لېږلو د فيصلو نه عملي کېدل، دوی ته د صلاحيت د کمښت اندېښنه پيدا کړې.

https://p.dw.com/p/1IJvu
د محکمې يا قاضي سوټک
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

په آلمان کي محکمې د هغو پناه غوښتونکو د بېرته لېږد امر ورکوي چي د پناه غوښتنه يې رد سوې وي. دا په هغه صورت کي چي نور په آلمان کي د پناه غوښتونکي د پاتېدو هيڅ امکان او لاره نه وي.

په آلماني ژبه د مهاجرو د بېرته لېږد دغه پروسې ته Abschiebung ويل کيږي. خو په دې تړاو د محکمو پريکړي په زياتو مواردو کي نه عملي کيږي.

دا ددې لامل ګرځېدلي چي قاضيان ناراضه کړي. دغه قاضيان وايي، داسي احساس کوي چي ګويا قانوني پريکړي يې پر ډېران غورځول کيږي. دا په داسي حال کي چي دغه محکمې د ډېرو مهاجرو د راتګ او د پناه غوښتني دوسيو له کبله تر مخه لا د زيات کار تر فشار لاندي وې.

د آلمان د اداري محکمو د قاضيانو صنفي اتحاديې ويلي دي چي په ۲۰۱۵م کال کي يې د تر څېړني لاندي دوسيو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زيات سوی دی.

د يادي اتحاديې رئيس روبرت زيګميولر ويلي دي چي په عيني حال کي آلماني چارواکي د مهاجرو په بېرته لېږد يا ديپورتولو کي چټک کار نه کوي.

روبرت زيګميولر، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «که بهرنيان له پريکړو سره سم په قاطيعت سره ديپورت نه کړل سي، نو د آلمان دولت او د عدليې صلاحت ته به سخت زيان ورسيږي.» نوموړي زياته کړې ده چي د پناه غوښتونکو له ډېرښت سره د بيرته لېږلو د پريکړو په عملي کولو کي د ځنډ لانجه، لا زياته سوې ده.

زيګميولر د بيرته لېږد پريکړو د نه عملي کېدو په تړاو زياته کړې ده: «زه داسي احساس کوم چي آلماني چارواکي پر وضعه حاکم نه دي.»

هغه د بېلگې په توگه د يوه خارجي په اړه د يوې آلمانۍ محکمې د بيرته لېږلو فيصله وړاندي کړې ده. د هغه په خبره تر فيصلې اورېدلو وروسته دغه بهرنی ولاړ سو او ويې ويل چي د محکمې فيصله ورته اهميت نه لري، ځکه په خبره ئې دی خبر دی چي له هغه بيرته نه ايستل کيږي.

زيګميولر چي پخپله هم يو قاضي دی، ويلي دي چي آلماني چارواکي بايد د بهرنيانو د بېرته لېږد په پروسه کي د چټکتيا رامنځ ته کولو لاري چاري ولټوي.