1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په اړه د ډیرو ژمنو سرمشریزه

۱۳۹۴ مهر ۲, پنجشنبه

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کي لا ډیر اختلافات ول، خو دولتي او حکومتي مشرانو کوښښ وکړ، د پخلایني لهجه وکاروي. هغوی غواړي په پيسو او سترو پلانونو سره د مهاجرت بحران له عواملو سره مبارزه وکا.

https://p.dw.com/p/1GcdZ
Flüchtlinge / EU-Gipfel / Brüssel / Merkel
انځور: picture-alliance/AA

د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشرانو اوه ساعته د مهاجرو پر کړکېچ باندي خبري وکړې، بې له دې چي د مهاجرو د ویش پر سر د ختیځي او لویدیځي اروپا ترمنځ اساسي اختلاف حل سي.

اختلافات ځکه پیدا نه سول چي په سرمشریزه کي اصلاً پردې موضوع باندي خبري ونه سوې. د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل وروسته وویل چي د «سرمشریزي فضا جوړونکې وه، موږ پردې باندي سره سلا وو چي پر اوسنيو چيلينجونو په گډه غلبه وکو.»

لږ یووالی، ډیري پیسې

تر ټولو دمخه سرمشریزه پر مالي مسایلو باندي سره سلا سوه: د اروپايي ټولني هيوادونه به دوه ميلیارده یورو برابروي، څو په گاونډیو هيوادونو کي خصوصاً د سوریايي مهاجرو وضعیت ښه کا.

د دغو پيسو نیمايي به د خوراک نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي سازمان (UNHCR) ته ورکول کیږي، چي له میاشتو راهیسي د پیسو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د نورو پيسو ډېره برخه ترکیې ته په پام کي نیول سوي دي. نوري څو ميلیونه به لبنان او اردون ته ورکول کیږي، چي تر څلوررو ميلیونو زياتو سوریايي کډوالو ته يې ځای ورکړی دی.

میرکل وویل چي سړی باید د دغو مهاجرو کمپونه ښه کړي، څو هغوی د اروپا په فکر کي ونه لویږي. د هغې په خبره ترکیه یو ډیر مهم ملگری هیواد دی. دا د اروپايي ټولني د دباندي سرحدونو د ساتلو په خاطر هم.

د اکتوبر مياشتي په پیل کي د ترکیې صدراعظم سره په بروکسل کي یوه لیدنه کتنه پلان سوې ده. د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران به په دغه غونډه کي له هغه څخه وغواړي چي د ترکیې له خاوري د مهاجرو د تیښتي په مقابل کي ډیر اقدامات وکړي. خو پوښتنه داده چي ولي باید هغه د اروپایانو له پاره دا کار وکړي؟

د ستونزي د حل لږ مشخص وړاندیزونه

دا چي اروپايي ټولنه د خپلو دباندنیو سرحدونو د امنیت ساتلو په خاطر څه کول غواړي، سمه معلومه نه ده. کمیساري غواړي د کال تر پایه پوري یو وړانديز وړاندي کا، چي څرنگه باید گډه سرحدي ساتنه رامنځ ته سي.

خو دا ډیره حساسه موضوع ده، ځکه چي دا د هيوادونو په مصؤنیت او تمامیت کي مداخله ده، مثلأ د ایټالیا یا یونان. دواړه هيوادونه د بحري سرحدونو د کنټرول په موضوع کي تر سخت فشار لاندي دي، خو په مدیترانه کي د مهاجرو د راتگ د مخنیوي په خاطر سخت نظامي عملیات هم د مشکل حل نه دی. ځکه به نو دغه مسأله همداسي پاته وي.

د کډوالو د راټولېدو مرکزونه، تر اوسه لا یوه مفکوره ده

د دې په پرځای دولتي او حکومتي مشرانو یووار بیا د اروپايي ټولني په دباندنیو سرحدونو کي د «مرکزي کمپونو» پر جوړولو باندي بحثونه وکړل. دا به د جنوبي اروپا هيوادونو ته د مهاجرو د تجمع» داسي مرکزونه وي چي کډوال به تر لومړۍ ازمویني وروسته سمدلاسه پر سیاسي او اقتصادي مهاجرو باندي ویشل کیږي.

خو داچي دغه سیسټم به څرنگه کار ورکوي، د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا اولاند یې هم په جواب نه پوهیږي. هغه پوښتنه کوي چي مهاجر به څرنگه هلته څارل او ساتل کیږي؟ د اولاند په نظر باید رد سوي پناه غوښتونکي ژر تر ژره خپلو هيوادونو ته واستول سي. داسي ښکاري چي د کډوالو د راټولېدو مرکزونو پر جوړولو باندي هم يو نظر موجود نه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب