1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو کورنيو د ځوانانو دپاره د زده کړي نوي امکانات

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

په جرمني کي د خارجيانو او مهاجرينو دپاره ژوند کول آسانه کار ندی . د جرمني دځوانانو په تناسب د مهاجرو کورنيو د ځوانانو دپاره د مسلکي زده کړي چانس ډير کم دی . خو دغه حالت اوس بايد تغير وخوري

https://p.dw.com/p/MaqQ
انځور: dpa

دبرلين دکرويڅ برګ دناحيې دکسبونود زده کړي اوښوني په مرکزکي له 900 څخه ډير ځوانان له يوې تصدۍ نه دباندي، يعني لکه هسي چي معموله ده ديووچاپه دوکان اونوروتصديوکي دشاګرد په حيث نه، بلکه په يوه ښونځی کي د کسبو نو په زده کولو باندي بوخت دي .

تراوسه پوري دوی دا احساس چي دوی ته حتمي اړتيا شته، نه درلوده . تراوسه پوري څو څو ځلي دوی ديوه کسب اونورو زده کړو دکولولپاره درخواستونه ورکړي وه ، خو مثبت ځواب يې ندی په برخه شوی . لکه هسي چي دويښتانود آرايش يوه زده کونکې فونګاپه ځان باندي په انتقاد سره وايي چي دويښتو دآرايش د زده کړي دځاي د نه پيدا کيدلو علت داندی چي دا ديوې کډوالي کورنۍ څخه ده .فونګاوايي :

«نه داسي نده چيري چي مادزده کړي لپاره درخواست ورکاووعموماًيا به ترکي او يادنورو بهرنيانو دويښتانو دآرايش دوکانونه وه،خو علت يې چي زه يي نه نيولمه دا نوو چي زه دکډوالي کورنۍ څخه يم ،بلکه دوی عموماً کتل چي شهادتنامه مي څنګه ده او دحاضرۍ په ورکولوکي څنګه يمه .»

همدغه ډول روزونکي هم دا تجربه کوي چي دکارکولو اوزحمت ويستلو لپاره تياري کم شويدی ، او کورنۍ پدې برخه کي کومه مرسته نه کوي .دالمان او ترکيې دصنايعو اوسوداګري دخوني يو همکارسوات بکير څرګندوي :

«زه فکر کوم چي مونږ بايده دي له ميندو او پلرونو سره دخبرو له لاري خپل کار پيل کړو . ځکه پخوا لدې چي يو ماشوم وړکتون ته ولاړ شي ،له خپلو ميندو اوپلرونو سره وي . نو دوی ته بايده دي دا آګاهي ورکړله شي، او ورزده شي چي په اوسنۍ ټولنه کي ديوه کسب او پيشې زده کول په ښونځي کي پيل کيږي .اويا سړی ويلی شي چي حتی پيل يې په وړکتون کي وي . »

Diensthelmverleihung
انځور: PA/dpa

دزده کړي او تعليم پدې نوښت کي يوه بله مسله هم په پام کي نيول شويده ، او هغه داچي اکثرا دکډوالوپه وړاندي که ډيره ښه زده کړه يي کړې هم وي اوپه خپل کار کي ماهرهم وي ،مخکنی قضاوت کيږي چي ګويا خپل کاربه سم و نشي کولي . دالمان دښوني او روزني دچارو وزيره بريګتي شاوان پدي اړه وايي :

«ترټولو ډير ښه والی به داوي چي مونږ بالاخره دابس کړو چي هرځوان ياپيغلي ته ددې په خاطر چي دکډوالي دکورنۍ څخه ده، ديوې ستونزي په سترګه وګورو،بلکه دې ته هم بايد وکتل شي چي دهغو قوي ټکي په څشي کي دي ، اوپه څه شي کي ډير استعداد لري .»

سړي ويلی شي چي درغوني او آبادولولپاره ډير ځايونه شته ،خوماهرکسان چي هغه جوړکړي ،کم دي . سياست او اقتصاد ډير کم له يو بل سره يو والی لري . پداسي حال کي چي له اقتصاد څخه په هيڅ وجه سترګي پټيدای نشي .

بيټينا/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري