1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرينو په راتګ کښي د تغيراتو غوښتل

۱۳۸۷ خرداد ۲۹, چهارشنبه

دالمان داتحادی جمهوريت جمهور ريیس هورست کيولر...

https://p.dw.com/p/EMCx
د جرمني جمهور ريیس هورست کيولر
د جرمني جمهور ريیس هورست کيولرانځور: AP

دسه شنبې په ورځ د دريم واري دپاره د«برلين دوينا»په نامه يوه وينا وکړه،اوپدی ډول يې د پخواني جمهوررييس عنعني ته دوام ورکۍ . پخواني جمهوررييس رومن هيرڅوګ په ۱۹۹۷ کال کی دغه عنعنه پيل کړه، او غوښتي يې وه چي ټول المان بايد يو ځلي ځان ته تکان ورکي،يعنی سمښتونه او اصلاحات بايد راوستل سي .

همدا لږه موده دمخه هورست کيولر اعلام وکۍ چي،په ۲۰۰۹ کال کی ځان بيا درياست جمهورۍ مقام ته کانديدوی۰دغه ۶۵ کلن جمهوررييس څرګنده کړه چی دی غواړی دبدلونونواودالمان دحفاظت اوساتنی پر لاره باندی مخته ولاړسي ،او ټوله انرژي به په کار واچوي ۰کيو لر ديوساعته وينا په ترڅ کی پرون دسه شنبی په ورځ داواضح کړه چی مطلب يي څشی دی : ده غوښتل چی سياست مداران چی دراتلو نکوانتخاباتوله امله دهغو دسمښت راوستلواو ريفورمونو اقدامات کم سويدي ، بيرته پر حرکت راولی . ده وويل ،

«موږ بايد هغه څه ته چی رسيدلي يو،پر هغه باندی بد ونه وايو، اویاداچی بايد بيرته يې ونه ګرځوو،بلکه دزړه له کومی پر هغی لاري باندی ولاړسو،چی ثابته سوې ،چی رښتيانۍ لار ده .ددې دپاره موږ د۲۰۲۰ کال اجنډاته ضرورت لرو.»

يعنی تر۲۰۲۰ کاله پوری دسمښتونو طرحی جوړی او عملی کړو ۰کيولر داجنډا ۲۰۲۰ سره دپخوانی لمړ ي وزير ګيرهارد شرويدر د۲۰۱۰ کال داجنډا په نامه سمښتونو سره خپلوخبرو ته پيوند ورکوی ، کومو چی دکار په بازار او دتقاعد په برخه کی مهم بدلونونه راوستل ۰دکيولر پدې نوې اجنډا کښي کار، زده کړه اوپه ټولنه باندی دخارجيانو ورګډيدل، ځای لری ۰کيو لر په جزيياتو سره پدی هکله دڅرګندونو په څنګ کی جرمني ته دمهاجرينواوکډوالو دراتلو دفعال سياست پلوی هم وکړه ، او ويي ويل:

«زمامطلب دادی چي استعداد لرونکی خارجيان ددی پرځای چی يوازي موقتي څومياشتنۍ ويزه ورکول سي،بايد دخپل هيواد دپاره ورڅخه ګټه واخلو. مطلب دادی چي هغو ته بايد وويل سي چي: موږ المانیان يو قوی ټيم يو، موږ تاسی ته دښو اوپه زړه پوری شرایطو وړانديز کوو،اوپدی باندی ډير خوښيږو که تاسی ز مونږ سره ګډکار وکړۍ .»

جمهور رييس کيولر په غير مستقيم ډول دمهاجرينو په مقابل کښي پر اوسني سياست باندي انتقاد وکۍ . نورلويديز هيوادونه مثلآامريکا داسی کار پوه مهاجر ټاکی چی ددوی دخپلو اتباعو څخه يې په منځنی ډول تعليم لوړوی ۰ په هغو هيوادو کښي چه په عنعنوی ډول مهاجرين ډير ورځی، دکډوالو دپاره دنمروسيستم موجود دی ۰خوپردې باندی المانی ګوندونه تراوسه موافقی ته ندی رسيدلی۰کيو لر په جزيياتو سره وايی چی ، جرمنيان په کمه برخه کی بايدځانونه سم کړی ، ترڅوچی په نړيواله سطح سيالي وکولای سي .او دولت بايده دی دمالياتود پيسو څخه اغيزناکه استفاده وکړی، اودکارفرمايانو اوکارکونکو په مناسباتو کی بايد د انصاف څخه کار واخيستل سي