1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرینو د اخراج له پاره د پیسو مرستې بې اغیزه دي

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

د یوه رپوټ په حواله له آلمان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته د اخراج په برخه کې مالي مرستو ځانګړي بریالیتوب نه دی لرلی. آلمان تیر کال د هغو مهاجرینو له پاره چې په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ګرځي، د مالي مرستو لړۍ پیل کړې وه.

https://p.dw.com/p/2v4GQ
Albanien Tirana Rückkehr abgelehnte Asylbewerber
انځور: DW/A. Muka

د «نویه اوسنا بروکر څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په ګڼه کې (د مارچ په ۲۷مه) لیکلي چې د مالي مرستو د وړاندیز سربیره، د تیرکال له دسمبر څخه تر روانې فبروري میاشتې پورې خپلو هیوادونو ته په خپله خوښه د مهاجرینو تګ د تیر کال په پرتله ډیر کم دی.

دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي چې د مالي مرستو سربیره چې په ځینو مواردو کې ان ۳۰۰۰ یورو ته رسیږي، په تیرو دریو میاشتو کې یوازې ۴۵۵۲ پناه غوښتونکو خپلو اصلي هیوادونو ته په خپله خوښه د بیرته ستنیدو پریکړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تیرکال په همدې موده کې او پرته له مالي مرستو ۸۱۸۵ پناه غوښتونکو آلمان په خپله خوښه پریښی وو.

یادې ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو په حواله لیکلي دي چې په مجموعي ډول ۱۵۶۵ پناه غوښتونکي چې له دې ډلې څخه ۷۶۱ یې مجرد مهاجرین او ۲۳۵ یې بیا کورنۍ دي چې له دې مالي مرستو برخمن شوي دي.

د «نویه اوسنابروکر څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله د مالي مرستو په اړله لیکلي: «زموږ له نظره، په اصل کې د پناه غوښتنې بیلابیلو پړاونو ته په کتو سره مختلف وړاندیزونه په نظر کې نیول شوي او دغه څه په خپله خوښه د بیرته ستنیدو  له پاره د اغیزمنې انګیزې په رامنځ ته کیدو کې ښه وسیله ده.» د آلمان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د بیرته تګ په برخه کې به سلا مشورو ته تر پخوا ډیره پراختیا ورکړل شي.

د پناه غوښتونکو د هڅونې له پاره جوړي شوي د مالي مرستو د ورکړې په پروګرام کې هرې کورنۍ ته تر ۳۰۰۰ یورو په نظر کې نیول شوي. البته دغه پیسې په نقدي ډول نه ورکول کیږي او د دې پرځای د کور د کرایې، د کور د بیا رغاونې او یا د آشپزخانې یا پخلنځي او تشنابونو د امکاناتو د چمتو کولو په برخه کې ورکول کیږي. دغه مالي مرستې بیا د مجردو پناه غوښتونکو له پاره تر ۱۰۰۰ یورو ټاکل شوي دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم :