1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موتورولا تليفون څانګه چينايي شرکت رانيوله

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۰, پنجشنبه

گوگل ویلي دي چې د ګرځنده تليفون موتورولا جوړولو څانګه یې پر چینایي «لیناو» شرکت باندي۲.۹ میلیارده ډالره پلورلې ده. گوگل د موترولا شرکت په ۲۰۱۲ کال کې رانیولی وو خو دغي ځانګي يې په دې موده کې د گوگل له پاره گټه را نه وړه.

https://p.dw.com/p/1AzNF
انځور: Getty Images

گوگل د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۹) اعلان وکړ چې له چینایي لیناو شرکت سره يې یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د ۲.۹ میلیاردو ډالرو په بدل کې د موتورولا تلیفون جوړولو څانګه پر چینایي کمپنۍ باندي و پلورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې گوگل په ۲۰۱۲ کال د موتورولا شرکت رانيولی وو. د يادولو وړ ده چي گوگل د موترولا شرکت يوازي د تليفون جوړولو څانګه پلورې ده او نور شرکت اوس هم په ګوګل پوري اړه لري. ګوګل په ۲۰۱۲ کال کې موتورولا په ۱۲.۴ میلیاردو ډالرو رانیولی وو.

د موتورولا شرکت مشر
انځور: Reuters

له ۲۰۱۲ کال راهیسې موتورولا له دوو میلیاردو ډالرو زیات زیان ليدلی دی او د خپلو کارکوونکو شمیر یې له ۲۰۰۰۰ څخه یوازي ۳۸۰۰ ته راکښته کړی دی. که څه هم د گوگل او موتورلا له یوځای کیدو سره داسي هیلې پيدا شوي دي چې د گرځنده تلیفون جوړولو دغه شرکت به په مارکیت کې خپل ځای ومومي، خو دغه کار نه وشو.

اوس هم د گرځنده تلیفونو بازار د سویلي کوریا د سمسونگ او امریکایي اپل شرکتونو تر پراخي اغېزې لاندي دی او دغه دواړه شرکتونه پر بازار ډیر کنترول لري.

د گوگل د اجرايوي مشر لاري پیج، په يوه بيانيه کي ویلي دي: «لیناو هغه مهارتونه او سابقه لري چې کولای شي د موتورولا گرځنده تلیفونونه په مارکيت کې مطرح کړي.»

د لیناو مشر ینگ یونکینگ، ویلي دي چې د موتورولا گرځنده تلیفونو رانیول به لیناو په نړیوال مارکیټ کې په یوه مطرح لوبغاړي باندي بدل کړي. هغه ویلي دي چې په دې سره به لیناو شرکت د دې چانس ولري چې ډیر ژر په نړیوال مارکیټ کې د ځان له پاره مهم ځای ومومي.