1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ د 35 پښتو قاموسونو په خپرولو سره ولمانځل سوه

۱۳۸۶ اسفند ۲, پنجشنبه

د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي په وياړ قاموسونه ټکی کام ويب پاڼي شپږ دېرش پښتو قاموسونه پر ليکه کړه.

https://p.dw.com/p/DK6y
د احمد ولي اڅکزي په وينا چي ډير ژربه د قرآن کريم پښتو ژباړه او تفسير هم پر ليکه سي.
د احمد ولي اڅکزي په وينا چي ډير ژربه د قرآن کريم پښتو ژباړه او تفسير هم پر ليکه سي.انځور: picture-alliance / OKAPIA KG

په دې قاموسونو کي داسي قاموسونه پر ليکه سوي دي چي تر اوسه په پښتو ژبه کي نه چاپ سوي وه او نه يي چا فکر کاوه، چي په پښتو ژبه به داسي قاموسونه وي

د قاموسونو ټکی کام د وېب پاڼي د مسؤل احمد ولي اڅکزی په وينا چي ډير ژربه د قرآن کريم پښتو ژباړه او تفسير هم پر ليکه کړي.

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د کار کونکي احمد ولي اڅکزي په وينا اوس دداسي پښتو لغتونو په راټولو بوخت دی چي په پښتو ژبه کي سته ولي په قاموسونو کي تر اوسه پوري نسته. دهغه په وينا چي تر اوسه پوري يي دغه ډول شپېته زره لغتونه راټول کړي دي او ډير ژر به ددې لغتونو شمېر يونيم لکو ته ورسوي، چي دا به د پښتو لپاره يو ستر خدمت وي.