1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موریا مهاجر کمپ کې له ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده؟

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

د یونان د موریا په مهاجر کمپ کې ګډوډي حاکمه ده. د جنایي بانډونو د فعالیتونو، بدلمنۍ، جنسي ناوړه استفادې او د تاوتریخوالي نورو ډولونه رپوټونه ورکول کیږي. د «اینفو مایګرانتس» خبریالانو د ناوړه جنسي استفادې موضوع څیړلې ده.

https://p.dw.com/p/3R4Pb
Griechenland Insel Lesbos Flüchtlingslage Moria
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د شپې لس بجي دي. زه او همکاران مې د لسبوس ټاپو د مرکز میتیلیني ښار په یوه څنډه کې د کم سنه مهاجرو له یوې ډلې سره مخامخیږو. کله چې موضوع څیړو، داسې بریښي چې هغوی پر موږ باور نه لري. له خبرو کولو ډډه کوي. دا لږ وخت نیسي چې موږ هغوی دې ته قانع کړو چې موږ خبریالان یو او غواړو د هغوی وضعیت په هکله خبر شو.

یو شیبه وروسته له دغې ډلې یو کس له موږ سره خبرې پیلوي. خو وایي چې د نوم او انځورونو د نه خپرولو په شرط، خپلې تجربې شریکوي.

له دغو پناه غوښتونکو یو تن یې وایي چې دوه کاله کیږي په یونان کې ژوند کوي، په مشخص ډول خبره نه یادوي خو د خپلو خبرو په ترڅ کې په تکراري ډول وایي: «دا منم چې هغه کار چې مې کړی دی، ښه کار نه وو.»

کله چې له هغه څخه د جزئیاتو د شریکولو غوښتنه کوو نو په خجالتۍ سره زیاتوي: «ناوړه استفاده راڅخه وشوه. نه پوهیدم چې په یوه بسته کې څه وو، خو یوه کس راته هغه راکړه چې د یو مقدار پیسو په بدل کې هغه انتقال کړم. زه په دام کې راګیر شوم. په هغه بسته کې چرس وو او غوښتل مې هغه له آتن څخه لسبوس ته انتقال کړم، چې پولیسو ونیولم.»

دغه پناه غوښتونکی وایي چې څو وارې نورو زیات عمر لرونکو پناه غوښتونکو هڅه کړې ده چې داسې وضعیت ته یې برابر کړي چې جنسي اړیکو ته غاړه کیږدي. دغه افغان ځوان وایي چې په خپل هیواد کې د ورزش په ډګر کې بریالی کس وو او تر اوسه توانیدلی دی چې څو وارې له دغه ډول مواردو ځان وژغوري.

دغه پناه غوښتونکی د موریا د مهاجرو کمپ په هغه برخه کې اوسیږي چې بې سرپرسته کم سنه ماشومانو ته ځانګړی شوی ده. شا او خوا ۱۶ کیلومتره د ښار مرکز ته په پښو لاره وهي او د کمو پیسو د پیدا کولو له پاره ځینې شیان پلوري. د سرویس ټکټونه په عمده ډول اخلي او د ښاري نقلیه وسایطو په تمځای کې یې په پرچون ډول پلوري.

کله چې له دغه پناه غوښتونکو څخه د مهاجرو په منځ کې د بدلمنۍ د رپوټونو په هکله پوښتنه کوو، نو وایي: «هو! د [کمپ په] اې، بي او سي سیکشن کې دغه حالت دی. آن ځینې وختونه ښځې یو له بل سره لانجه کوي چې ولې دې زما مشتري خپل کړ.»

Griechenland Die Situation der Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: DW/R. Shirmohammadi

هغه زیاتوي: «کله چې په لاس کې پیسې نه وي، پناه غوښتونکي بدلمنۍ ته مجبوریږي. د عاید بله لاره دلته نه شته.»

دغه ځوان د دوو نورو پناه غوښتونکو یادونه کوي چې د ده په خبره بدلمني کوي: «یو له دغو هلکانو چې کله له موږ سره وي ډیر د راحت احساس کوي، خو کله چې له نورو زیات عمر لرونکو پناه غوښتونکو سره مخامخیږي، حالت یې تغیر کوي. ځکه چې د هغوی له خوا پرې جنسي تجاوز شوی.»

بل ۱۶ کلن ځوان موندو چې د موریا د مهاجرو په کمپ کې د کم سنه پناه غوښتونکو له پاره ځانګړي شوي برخه کې د ځای د نه شتون له کبله له زیات عمر لرونکو پناه غوښتونکو سره اوسیږي. هغه هم د نوم او انځور د نه خپرولو په شرط خبرو ته چمتو کیږي. دغه پناه غوښتونکی وایي چې د زیات عمر لرونکي پناه غوښتونکي د کمه سنه مهاجرو له مجبورۍ څخه ناوړه استفاده کوي. د هغه په خبره دغه کسان د ګواښ او جبر له لارې له کم سنه هلکانو ناوړه جسني استفاده کوي: «هغوی له ځان سره چاقو او کارد ګرځوي. که چیرې له خوښې سره یې سم چلن ونه کړې، ګواښ کوي چې وژنم دې.»

د یونان په ټاپو ګانو کې د کم سنه مهاجرو ناخواله وضعیت تل مطرح شوی دی. تر دې دمخه د هاروارد پوهنتون دغلته د وضعیت په هکله هم یو راپور خپور کړی وو. په دغه راپور کې راغلي وو چې کمه سنه مهاجر د یونان په کمپونو کې او د مهاجرو په تأسیساتو کې د فیزیکي، رواني او جنسي تاوتریخوالي قرباني ګرځي.

د هاروارد پوهنتون موندنې ښيې چې په استوګنځایونو کې د کافي ځایونو د نشتوالي له کبله ډیری پناه غوښتونکي په مؤقتي تأسیساتو کې ورځې شپې سبا کوي.

په دغه رپوټ کې د بیلګې په توګه د ساموس ټاپو ته اشاره شوې وه. دغه کمپ چې تر مخه یو نظامي کمپ وو، یوې تپې ته څیرمه موقعیت لري او څو پوړې دی. په اصل کې دغه ځای د ۷۰۰ کسانو ظرفیت لري، خو دوه کاله ترمخه هلته ۱۶۰۰ کسانو ژوند کوه.

د دغه کمپ یوه برخه، د کم سنه پناه غوښتونکو د اوسیدو له پاره په پام کې نیول شوې ده، چې د امنیت نشتوالی یې یو له اساسي ننګونو څخه شمیرل کیږي. د ساموس ټاپو یو مرستندویه آنوک، له مهاجر نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې تیر کال د بې سرپرسته کم سنه پناه غوښتونکو د اوسیدو پر ځای باندې د بالغو پناه غوښتونکو له لوري حمله شوې وه. هغه مهال ټولې ښیښې ماتې شوې وې. آنوک ویلي وو: «دا هغه برخه ده، چې زیات اخ او ډب پکښې رامنځ ته کیږي. هغه برخه چې د امنیت نشتوالی په کې د ماشومانو د نه خوندیتوب سبب کیږي.»

د آلمان په کولن ښار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) له یونان څخه غوښتي وو چې په دغه هیواد کې د کم سنه پناه غوښتونکو وضعیت ته جدي توجه وکړي. د دغه دفتر موندنې ښيې چې د اپریل میاشتې راهیسې د یونان د مهاجرو د ثبت په مرکزونو کې د کم سنه مهاجرو شمیر خپلې لوړې کچې ته رسیدلي دي.

Die Lage der Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: DW/D. Tosidis

بې سرپرسته ښځې له خطر سره مخامخ دي

د موریا کمپ په اطرافو کې هڅه کوو چې ښځې وموندو چې د دې ستونزو په هکله خبرې وکړي. خو ډیر په مشکله په دې هکله خبرو کولو ته حاضریږي. هغه میرمنې چې له موږ سره خبرو کولو ته حاضرې شوې، دا مني چې په «سي سیکشن» کې چې د بې سرپرسته ښځو له پاره ځانګړی شوی، ستونزې شته. که څه هم هغوی په موریا کمپ کې له ستونزو یادونه کوي، خو په دې هکله له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

د موریا د داخلي دروازې په خوله کې دوه نورې میرمنې وایي چې په لسبوس ټاپو کې له پناه غوښتونکو او مهاجرو څخه ناوړه جنسي استفاده کومه نوې خبره نه ده. د هغوی په آند ښځې او نجونې زیاتره مهال په ناغوښتي ډول قرباني ګرځي او په ځیني مواردو کې هم د بې وزلۍ له کبله دې عمل ته مخه کوي. هغوی وایي چې د موریا کمپ په اطرافو کې چیرې چې په سلونو کسان په نازکو خیمو کې ژوند کوي، هیڅ ډول خوندیتوب نه لري او داسې څه پيښیږي چې څوک یې «تصور نه شي کولی».

موریا کمپ یوازې د درو زرو مهاجرو د ځایدو ظرفیت لري. خو اوسمهال په کمپ او د کمپ د باندې سیمه کې ۱۳۰۰۰ پناه غوښتونکي او مهاجر اوسیږي. یو شمیر افغانان چې تازه دغه کمپ ته رسیدلي دي وایي چې له ترکیې څخه د اجباري او احتمالي اخراج په دلیل یې دې ته ترجیح ورکړه چې یونان ته ورشي.

امان الله جواد