د مولوي منان نیازي جنازه ـ زوی يې ځايناستی شو
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبهنیازی پنځه ورځي مخکې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په میرداود سیمه کي د نامعلومو وسله والو لخوا هغه وخت تر برید لاندي راغلې او سخت ټپي شوو کله چې یې غوښتل له یادې سیمې څخه تیر شي.
که څه هم د هغه د وژل کیدو پړه تر دمګړۍ کوم چا یا ډلې په غاړه نه ده اخیستي خو د ویلو ده چې هغه د طالبانو د ملاهیب الله اخندزاده په مشرۍ د ځايي طالبانو سره څو ځلې په هرات او غور ولایتونو کي سختي نښتي وکړي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.
د مولوي عدبالمنان نیازي د جنازې په مراسیمو کي یوشمیر قومي مشرانو او د نیازي د کورنۍ غړو د زوې حافظ خالد نیازی د خپل پلار ځاې ناستی وټاکی. خالد نیازي په خپلو خبرو کي وویل چې پلار یې د پاکستان او ایران د ښکاره او پټو لاس وهنو مخالف وو او د همدې موخې د له مینځه وړلوو لپاره یې وسله را واخیستل او هغه کسانو وواژه چې یادو هیوادونو ته وفادار وه.
د طالبانو د اسلامي امارت د عالې شورا تر نامه لاندې دا ډله له نن څخه څه باندي پنځه کاله وړاندي د هرات په شینډنډ کي هغه وخت رامینځ ته شوه کله چي د طالبانو د تحریک د مشر ملا محمد عمر د وژل کیدو خبر روښانه او د طالبانو یوشمیر مشرانو د طالبانو د مشر اختر محمد منصور پر ټاکل کیدو اختلاف وکړ.
وروسته د ملا محمد رسول ډله رامینځ ته شوه چې وروسته یې د افغانستان د اسلامي امارت د عالې شورا تر چتر لاندې فعالیت پیل کړ. خو د ملا رسول د برخلیک په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره شول. له هغه وروسته ملا منان نیازي د عالې شورا سرپرست شوو چې تر ډیره یې فعالیت د هرات په شینډنډ، ګذرې د فراه په بکواه او د غور په یوشمیر سمیو کي وو او په خپله وينا يې په سلګونه جنګیاليې لرل.