1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مونشن کي د نړۍ پر مهمو مسائلو بخث کیږي

۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعه

د مونشن امنیتي کنفرانس به سږ کال د نړۍ پر مهمو موضوعگانو بحث وکړي. د کنفرانس مشر په یوه مرکه کي ویلي دي چي له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو نیټه باید اعلان شوې نه وای.

https://p.dw.com/p/13wCo
د مونشن غونډه به د فبروري له دریمي نیټي څخه تر پنځمي نیټي دوام وکړي
د مونشن غونډه به د فبروري له دریمي نیټي څخه تر پنځمي نیټي دوام وکړي

اقتصادي کارپوهان په اروپا کي د روان اقتصادي کړکیچ د تأثیراتو په اړه اندیښنه لري. د انرژي کارپوهان د ایران له خوا د هرمز د سمندري تنګي د بندولو ګواښونو په اندیښنه کړي دي او سیاسي کارپوهان بیا د امریکا او پاکستان تر منځ خړو پړو اړیکو فکر کولو ته مجبور کړي دي.

پردې پوښتونو سربیره یوه بله پوښتنه دا ده چي دغه ټول مسائل به د نړۍ پر امنیت باندي څه اغیزې ولري. آیا د نړۍ لوی قدرتونه دا توان لري چي حالات تر خپل کنترول لاندي راولي؟ دغه او دې ته ورته ډیري نوري موضوعگاني به د مونشن په امنیتي کنفرانس کي تر بحث لاندي ونیولي شي.

د دغه کنفرانس ۴۸مه کلنۍ غونډه به د رواني میاشتي له دریمي نیټي څخه تر پنځمي نیټي پوري دوام وکړي. د مونشن د امنیتي کنفرانس مشر والفگنگ ایشنگر له یو ټلویزیون سره په مرکه کي ویلي دي چي هیله لري د مونشن امنیتي کنفرانس به د روان کال له پاره یو ښه پیل وي او پکښي به د نړۍ پر مهمو موضوعگانو لکه د عربي نړۍ پسرلی، د اروپایي ټولني دفاعي سیستم، د روسيې په گډون د یوي امنیتي کمیتي پر جوړولو او په اسیا کي له لویو قدرتونو سره د اروپا د اړیکو په اړه بحثونه وشي.

د دغه کنفرانس اهمیت د هغه گډونوال لوړوي. د سږ کال په کنفرانس کي به د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، د نړیوال بانک مشر او د آلمان د دفاع وزیر گډون وکړي.

د کنفرانس نور ډیر شمیر گډون وال غواړي د دغو چارواکو د ویناوو په اوریدلو سره د نړۍ د سیاستونو د بدلون او رواني وضعي په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د مونشن په راروان کنفرانس کي د چارواکو ویناوي کیدای شي چي په ۲۰۰۷ کال کي د روسيي د هغه وخت د ولسمشر ویلادمیر پوتنن، خبري را په یاد کړي. پوتین هغه وخت د غربي هیوادونو پر یکه تازي باندي سختي نیوکي وکړي او ویویل چي د روسیې تکنالوژي کولای شي چي د غرب د توغندیو د هر سیستم دفاع وکړي.

د مونشن د کنفرانس مشر ویلي دي چي په سږني کنفرانس کي به د عربي نړۍ د پسرلي په اړه بحثونه وشي. په دغه کنفرانس کي به د مصر او لیبیا هیوادونو چارواکي هم خبري وکړي.

ناټو به هم د مونشن د کنفرانس د بحثونو یوه مهمه موضوع وي. په کنفرانس کي به پر دې بحث وشي چي ناټو باید د روسيې سره څرنگه چلند وکړي او دا چي د نړۍ د بدلونونو په پام کي نیولي سره باید ناټو په خپلو پالیسيو کي څه بدلونونه راولي.

د مونشن د امنیتي کنفرانس مشر ویلي دي چي په دغه کنقرانس کي به یوه داسي اکاډمیکه څیړنه هم وړاندي شي چي کیدای شي له مخي ئې د ناټو او روسيې تر منځ د توغندیو د دفاعي سیستم د نصبولو پر سر شخړه حل شي.

والفگنگ ایشنگر په خپله مرکه کي زیاته کړې ده چي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په هکله روان بحث د دغه هیواد د امنیت د ښه کولو له پاره تاوان رسوي او له پوځي لحاظه یو غلط بحث دئ. هغه زیاته کړې ده: «سړی باید تر ممکنه حده پوري مخالفینو ته (طالبان) یوه نیټه په لاس کي ور نه کړي چي څه وخت نړیوال ځواکونو له دغه هیواد څخه وځي.»

د ایشنگر په خبره ناټو باید له افغانستان څخه د وتلو پلان له ځانه سره ولري خو طالبان باید له دغه پلان څخه خبر نه شي.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب