1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موټر د ځغاستي په تاريخ کي تر ټولو ځوان اتل

۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبه

المانی زيبستيان ويتل په ابو ظبۍ کي د تيز موټر چلولو په نړيوالو سياليو کي اتلوي تر لاسه او د نړۍ د تيز موټر چلولو په تاريخ کي تر ټولو ځوان اتل دی چي دغه سيالي ګټي.

https://p.dw.com/p/Q9pV
انځور: picture-alliance/dpa

په ابوظبۍ کي د موټرو د ځغاستي د سيالي له پيل څخه مخکي هغه له ځان څخه ډير شور او ځوږ نه ښکاره کاوه، خو کله چي په دي سيالو کي بريالي شو، له ډيري خوشحالي په جامو کي نه ځايده او له ډيرو احساساتو څخه اوښکی په تويدو پیل وکړ.

«هيڅ د منلو وړ نه ده! مننه، ملګرو. تاسي ټول په ما ګران ياست!»، له دغو جملو سره سبستيان ويتل له خپل تيم څخه مننه وکړه. ترهغه وروسته د موټر د ځغاستي دغه 23 کلن ځوان د خپلو مينوالو له هرکلی سره مخامخ سو.

د المان په مطبوعاتو کي د « کوچني شومي». لقب ورکړل سو او تردې عنوان لاندي د خپل لوستونکو پام ځان ته را واړاوه. «شومي» د آلمان د موټرو د ځغاستي پخواني اتل ميشايل شومخر نوم دی.

خو په ابوظبي کي په سياليو کي سبستيان په خپل برياليتوب سره نړۍ ته و ښودل چي هغه د ميشايل شومخر تر سيوري لاندي نه دی او له هغه څخه هم زيات څه لاس ته راوړی سي.

«ترهغه چي زه خپل هدف ته نه وم رسيدلی، ما ګمان نه کاوه چي رښتيا هم زما سره دومره قوت او طاقت سته.»

د موټر د ځغاستي٬"Formel-1" په سيالي کي د نړيوالي اتلولي لاس ته راوړل د هغه د تيرو کلونو د هڅو او زيارنو نتيجه ده چي بالاخره يي د هغه پرس د اتلوالي تاج کيښود:

Sebastian Vettel په 1987 کال کي د آلمان هيپن هايم په ښار ګوټي کي سترګي دنيا ته وغړولي. د هغه پلار، نوربرت آن په ماشومتوب کي د هغه په غوږ کي د موټرو د حغاستي آزان کړی و.

Sebastian لا څلور کلن ؤ چي د خپلي کورني په لويه حويلي کي د ماشومانو د حغاستي سپورتي موټر چلاوه. د ماشومانو په کوچني سپورتي سيالي کي هغه خپله لومړی لوبه وګټله او په دې ډول دBMW د سپورتي موټر(Formel) چلونکي وګرځيد. په لومړي کال کي هغه د اتلولي مرستيالي لاس ته راوړه.

تراوسه پوري هغه د سپورتي موټرود ځغاستي د 20 لوبو څخه 18 ګټلي دي.که څه هم Sebastian Vettel تر 2006 کال پوري Formel-3 په چلولو کي وړاندي ګام وا نه سو اخيستلای، خو ورته اجازه وسوه چي دFormel-1 د آزمايښتي چلونکي په توګه دنده په غاړه واخلي. کله چي په دغه سپورتي موټر کي سپور سو، وليدل سوچيVettelد اتلولانو په کتار کي دريدلای سي.

د ابوظبي د يکشنبي د ورځي په سياليو کي هغه عملا ثابته کړه چي هغه رښتيا هم يواتل دی، او د Formel -1 په تاريځ کي هيڅوک نه دی توانيدلی چي په دې عمر د موټرو د ځغاستي د لوبو په دغه کلاس کي د اتلولۍ جام لاس ته راوړي.

هغه نورو سپورتونو ته، لکه ټينيس، پنپانګ او يا د سمندر په ساحل کي د ريګ پر سر واليبال ته مخه کړې ده، خو هيڅکله يې په هغو کي برياليتوب تر لاسه کړی نه دی.

ځکه د هغه په خبره « ځکه مي له دې سپورتونو څخه مخ واړاوه چي زه له ماتي کرکه لرم.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل