1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميرويس ياسيني سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبه

ميرويس ياسيني په ۱۳۴۲ كال كي د ننګر هار ولايت د کامې په ولسوالۍ کي زيږيدلي. یوه ماستري په قانون او حقوقو کي او بله په شرعياتو کي لري او د پنځو اولادونو پلار دی. د نوموړي مرستيالان دي امان الله پيمان او عبدالقيوم سجاد...

https://p.dw.com/p/Ivsw
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ميرويس ياسيني
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ميرويس ياسينيانځور: DW

ميرويس ياسيني د دويچه ويلي المان ږغ راډيو سره په ځانګړې مرکه کي د خپل راتلونکي احتمالي حکومت دريځونه داسي بيان کړل.

دويچه ويلي: هركانديديوه تګ لاره لري ستاسوتګ لاره اوشعارڅه دي اومهم ټكى كوم دي ؟

ياسيني: اصلا زماشعارنجات اوتغيرشعاردي نجات په دى معنى چى داوسنۍ وضعى نه اوتغيرپه دى معنى چى يوكلى بدلون راوستل دغه راززمونږپه تگ لاره كى دقانون حكمراني ده زمونږ په تګ لاره كى شايسته سالاري ده زمونږ په تګ لاره كى دكورنۍ حكومت نه دى بلكه دخلكوحكومت دي زمونږ په تګ لاره كى اقتصادي تاسيسات اوپرمختګونه دي دفسادمخنوي دمخالفينوسره خبرى اترى دي اوهغه عملي خبرى اترى كول اوزمونږ په تګ لاره كى به ټول تريوقانون لاندى يوشان ته ژوندكوي زمونږ په تګ لاره كى دمهاجرينوبيرته راګرځيدل دخويندواوځوانانولپاره پروګرامونه دى چى خويندى اوځوانان اوږه په اوږه كاركوي اوداوسنى حكومت غوندى به سمبوليك نه وي بلكه عملي اړخ به ولري دكاركولوصالحيت به ولرياودكاركولوونډه به وركول كيږي.

دويچه ويلي: تاسووويل چى دمخالفينوسره به خبرى وكړى په كوم ادرس ورسره خبرى ممكن دي ؟

ياسيني: داممكنه ده جنګ حل لاره نه اومونږ هميشه په خپلوشعارونوكى هم داويلي دي په خپلوكاري برناموكى موددى ذكركړي دي چى اوسنۍ اداره ددى توان نلري چى دمخالفينوسره خبري وكړي دوي دغسى هوډنلري مونږ ددى خلك هوډلروددوى دادرس پيداكول مونږته اسان دوي دكوم ځاى نه سرچينه اخلي دوي دكويټي شوراپه نوم چى دطالبانوشوراياديږي اودهغوى مختلفوقوماندانوسره انفرادي رابطى كول اودهغوى دمشرانوسره خبرى كول اوكله دحكمتيارسره غوندى اويانورمخالفين سره خبري كول حتي غيرمسلح مخالفينونه وي هغوى په دى پروسه كى دځانه سره داساسي قانون اواسلامي شريعت ترسيوري لاندي وي داسي به نه وي چ يداپروسه به بيرته ريوس كيږي ياشاته ځي ځكه چي مونږ نوردجنګ زورنلروپه جنګ كى زمونږ ډيرتنكي طالبان ورونه مړه كيږي مونږ بايددجنګ مخه ونيسو.

دويچه ويلي: ستاسوبهرنۍ تګ لاره څه ډول ده په تيره بيا دګاونډيو هيوادنو سره به موچلند څه ډول وي ؟

ياسيني:دګاونډيوهيوادنوسره داعتماد دفضارامنځ ته كول اوتره ګرۍ اونشۀ توكوپه ضدمبارزه اوديوبل ملي منافعوته احترام دځمكى تماميت ته احترام ديوبل دخكلوګټوته احترام چى په يومنطقوي تصويركى وليدل شي .كه چيرى دغه همكاري مونږ په منطقوي تصويركى ونه ګورونودابه مشكله وي چى مونږ په ستونزوبريالي شو.

دويچه ويلي:داوخت دايتلاف په قواونيوكى كيږي چى ګنى غيرقانوني دي كه چيرى تاسوقدرت ته ورسيږي ستاسوچلندبه څه وي ؟

ياسيني:بايدووايم چى بين المللي قواوي دافغانانوپه خوښه نه دي راغلى بلكه دملګروملتودامنيت دشورالخواراغلي دي ددوى شتون كه څه هم چى په ازاده خاوره كى افغانانوته سخت تماميږي خوكله كله ضرورت پيښيږي

كه چيرى خارجي خارجي قوتونه دلتهنه وي دخولاپريږه چي دمخالفينومقاپله ډيره مشكله داوسنۍ اداري په دغه ځواكونوسره چى لري غيرممكنه ده مونږ ددوي لپاره تريوه وخته پورى ضرورت لروخوكله چى زمونږ خپل قوتونه په خپلوپښودريږي نوبياددوى شتون ته ضرورت نشته خوبايدوكړي . دبن په پروسه كى چى څوك پكښى موجودووشروع ئى نامعلومه وه په ډيرو نقطو سترګى پټى شوى اوعملي ګامونه وقواودموجوديت په برخه كى نه دى پورته شوي خلاپكښي موجوده ده اوهرحكومت به ئي دځانه سره وړى خومونږ حكومت ته ورسيږوكلك هوډ لوچى دملكي تلفاتومخه ونيسو او د ملګرو ملتود قرارداد له مخى په مخ ولاړشو.

دويچه ويلي: دافغانستان اوپاكستان ترمنځ دډيورنددكرښى دلانجى په حل كى په ستاسوپاليسى څه وي ؟

ياسيني: راځۍ چى يوځلى فكروكړوچى په دغه منطقه كه جنګ دډيورنددپولى اخوااوديخواوينى توئيږي داددى مثال لري چى كه يووټركى اولګيدلي وي اولجى تري خيژي اودهغى سورلۍ پكښى سوزيږي خلك نه پوهيږي چى داموټردچادي زمادي اوكه ستادى كه مونږ په دى وخت دډيورندمسئلي ته لمن ووهوخوكه چيرى زه جمهوررئيس شم ځان ته اجازه نه وركوم چى په ملي اوسياسي مسائلوكي دملت نه پرته فيصله وكړم دملت سره به خبرى كيږي دريفرانډم اويالوى جرګى دجوړولوله لاري دحل لاري چاري لټول كيږي.

دويچه ويلي: دكابل ښاراونورلوى ښارونه زيات ككؤدي اوروغتياى خطرتري پيداشوي دي تاسوبه دچاپيريال ساتنى په اړه كوم پروګرام وچلوۍ؟

ياسيني: يومثل دي چى اوښ ته چاوويل چى غاړه دى كږه ده هغى ورته وويل چى كوم ځاي مي سم دي دچارپيريال نه علاوه ددي اداري داسي كارراوښايه چي هغه سم وي څنګه چي مونږ متوازنه ترقي غواړودچاپيريال ساتنه ډيره مهمه مسئله ده ددٰ دپاره به كوټكي مبارزه اوكوټكي پلانونه ولرم .

دويچه ويلي: څومره باوري ياستۍ چى تاسوبه دجمهوررئيس په توګه وټاكل شۍ؟

ياسيني: زه په هيڅ كاركى ناكام نه راغلى هركارته مي لاس اچولى خداى تعالى هغه سرته رسولى دخلكوپه اراده اولورينه به زه دغه پست ته رسيږم.

مرکه کونکی. جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل