1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميرکل او شتاين بروک د تلويزيوني مناقشې څرنگوالی

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۱, دوشنبه

د آلمان لومړۍ وزيري انگلامېرکل او په پارلماني ټاکنو کي د هغې سيال کانديد پېر شتاين بروک د يکشنبې په ماخستن یوه تلويزيون مناظره تر سره کړه. کارپوهان وايي چي دواړو ښه دلايل وړاندي کړل.

https://p.dw.com/p/19a08
A TV duel of German Chancellor Angela Merkel of the Christian Democratic Union (CDU) with her challenger, the top candidate of the Social Democratic Party (SPD) in the upcoming German general elections Peer Steinbrueck, is shown on a screen in Berlin, September 1, 2013. German voters will take to the polls in a general election on September 22. REUTERS/Fabrizio Bensch (GERMANY - Tags: POLITICS ELECTIONS)
TV-Duell Kanzlerin Angela Merkel gegen Spitzenkandidat Peer Steinbrückانځور: Reuters

د آلمان په پارلماني ټاکنو کي د مسيحي ديموکرات گوند (CDU) کانديده يو ځل بيا انگلامېرکل ده. نوموړې سياستواله د تيرو اتو کالو راهيسي د آلمان د لومړي وزارت دنده پر غاړه لري. هغې د يکشنبې په ماخستن صدراعظمۍ ته د مخالف گوند د تر ټولو لوی گوند سوسيال ديموکرات له کانديد سره تلويزيون مناظره تر سره کړه. په دغه مناظره کي څلورو ژورناليستانو له دغو دواړو کانديدانو څخه پوښتني کولې او دوی ورته جوابونه ويل. د دغې مناظرې په جريان او تر هغه وروسته احصايې جوړونکو شرکتونو د خلکو نظرونه هم وپوښتل.

د دويچه وېله له خوا دوه کارپوهان د دغې مناظرې ليدلو او ارزولو ته گومارل سوي ول. دغه دوه کارپوهان يورگ ابرومايت، د استدلال او وينا کارپوه او دوهم د سياسي چارو پروفيسور، يورگين ډبليو فالټر دی. ابرومايت په بون کي د استدلال او وينا د اکاډمۍ رئيس او فالټر په ماينڅ ښار کي د يوهانس گوټنبېرگ پوهنتون د ټاکنو د څېړنې څانگې کارپوه دی.

په پېل کي شتاين بروک مخکي وو

د دويچه ويله کارپوهان په دې نظر دي چي شتاين بروک تر اټکل زيات خلک جذب کړل.د سياسي چارو پروفيسور يورگن فالټر وايي: «شتاين بروک په دې وتوانېد، چي د انگلا مېرکل د مشرتابه انداز په خپله گټه وکاروي.»

د استدلال او وينا کارپوه يورگ ابرومايت بيا وايي چي انگلا مېرکل په لومړي سر کي لږ وارخطا غوندي معلومېده. هغه وايي: «انگلا مېرکل په پېل کي په حيرانونکي ډول تر فشار لاندي او وارخطا وه. خو هغه په وروستي نيم ساعت کي په دې وتوانېدله چي د لومړۍ وزيري خپله قطعه په دغه لوبه کي ښه استعمال کړي.»

انفراټسټ نومي د احصائيو د مؤسسې پايلي هم ښيي چي پېرشتاين بروک په مناقشه کي زياته تهاجمي لهجه خپله کړې وه. دغي مؤسسې د مناقشې پر وخت تر زرو زياتو ليدونکو سره مرکې وکړې او د دغو مرکو او پوښتنو پر اساس يې د مناقشې په تړاو احصائيه وړاندي کړه.

د سوسيال ديموکرات گوند کانديد د مناقشې په جريان کي په څو ځله کتوونکي مخاطب کړل او ورته ويې ويل چي بايد مېرکل په خبرو تېر نه وځي. شتاين بروک وويل چي په آلمان کي اوس هم يو شمېر ستونزي موجودي دي چي لومړۍ وزيري يې په خپل حکومت کي د حل تلاښ نه دی کړی. شتاين بروک داسي ژمني يادي کړې چي انگلا مېرکل کړي وې خو پوره کړي يې نه دي. نوموړي په دې ترڅ کي په مالي، د طبي بيمو او د تقاعد په سيسټمونو کي د اصلاحاتو نه راوستل ياد کړل. شتاين بروک په يوه ساده او روښانه جمله کي خپلي دغه نيوکي يو ځای کړې او وې ويل:

«د لومړۍ وزيري انگلا مېرکل له خوا د مغازې په کړکۍ کي ښايستې او رنگه قطۍ اوډل سوي دي چي منځونه يې خالي دي.»

د انفراتست له خوا د پوښتل سوو څخه ۶۰ سلنې ويلي چي شتاين بروک تر هغه زيات ښه مناقشه کړې چي دوی يې انتظار درلودی. پروفيسور فالټر وايي چي تر ټولو مهمه خبره دا ده چي کانديدانو پر هغو ليدونکو کومه اغېزه کړې چي لا تر اوسه يې د ځان سره پرېکړه نه ده کړې چي چا ته به خپله رايه ورکوی. فالټر وايي: «په دې ډگر کي شتاين بروک تر مېرکل لږ مخکي وو.»

د انفراتست د احصايې له مخي په هغو ليدونکو کي چي د رايي ورکولو په هکله يې لا فيصله نه وه کړې، ۵۲ سلنې ويلي دي چي د مناقشې له کبله به شتاين بروک ته رايي ورکړي. حال دا چي صرف ۳۲ سلني ويلي چي مېرکل ته به رايي ورکړي.

د مېرکل مثب ټکي

لومړۍ وزيره انگېلا مېرکل په دغه تلويزيون مناقشه کي تر شتاين بروک زیاته مهربانه او مسلکي ښکاره سوه. د احصايې له مخې نوموړې ډگر کي تر شتاين بروک څلور نمرې مخکي وه.

د فورزا په نوم د احصائيو موسسه بيا وايي چي په ټوليزه توگه مېرکل په مناقشه کي تر شاين بروک په يوه نمره سره مخکي وه. د دغو پايلو په دليل کي ويل سوي چي مېرکل په دې وتوانېدل چي خپل مسلکيتوب او پوهه په دې سره لا روښانه کړي چي لاسليک سوو نړيوالو تړونونو او موافقو ته يې اشاره وکړه. د بېلگي په توگه مېرکل وويل چي په جي شل غونډه کي پر دې توافق سوی دی چي د ماليو د تېښتي مخه ونيوله سي.

مېرکل د سوريې په تړاو د شتاين بروک په نظر وه. هغې وويل چي آلمان به په احتمالي پوځي مداخله کي ونډه وا نه خلي. خو مېرکل زیاته کړه چي بايد د زهرجن گاز د استعمال په تړاو د سخت غبرگون لاره هم وموندله سي.

مېرکل په ښکاره وويل چي د ۲۰۰۵م او ۲۰۰۹م کال تر منځ د آلمان د حکومت لاس ته راوړنې د ستايلو وړ بولي. دا هغه حکومتي دوره وه چي پکښي د انگلا مېرکل مسيحي ديموکرات او د سوسيال ديموکرات گوند په گډه حکومت وکړ. د مناقشې پر وخت مېرکل حتی يوه قدم مخته ولاړه او د سوسيال ديموکرات د حکومت پر وخت (۱۹۹۸ـ ۲۰۰۵) د لومړي وزير گېرهارد شريودر لاس ته راوړني وستايلې.

د استدلال او وينا کارپوه يورگ ابرومايت د مېرکل له خوا د سوسيال ديموکرات گوند د کارونو ستاينه داسي ارزوي:

«د مېرکل د غېږي ورکولو د دغې ستراتيژۍ څخه څوک ځان نسي دفاع کولای. دا هغې ته د مهربانۍ زیاتي نمري ور په برخه کوي.»

خو د سياسي چارو کارپوه فالټر بيا تنقيد کوي چي مېرکل په مناقشه کي ډېر زيات هغه څه چي په حکومت کي يې تر سره سوي مثبت او لاسته راوړني وبلل. خو فالټر هم په دې آند دی چي د دواړو کانديدانو تر منځ مناقشه برابره وه.

د احصائيو د پايلو له مخي د کانديدانو تر منځ دغه تلويزيوني مناقشه د دې سبب نه ده گرځېدلې چي د ټاکنو د پايلو په هکله پخوانيو احصائيو ته تغير ورکړي.