1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د ميرکل د دولت د رسنيو په دفتر کي جاسوسۍ

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

د آلمان دولتي رسنيو په دفتر کې پر يو کارکوونکي باندي شک دی چي د مصر معلوماتې ادارې له پاره د څو کله جاسوسي کړې ده. د هغه په هکله پلټنې روانې دې او د دغه احتمالي جاسوسۍ وجه لا روښانه نه ده.

https://p.dw.com/p/3f7Hi
Bundeskanzleramt Symbolbild
انځور: imago/IPON

د آلمان د داخلي امنیت سازمان، د دولت د رسنیو او معلوماتي دفتر پر يوه کارکوونکي باندې شک کړی چې د مصر معلوماتي دستگاه ته يې جاسوسي کوله.

د آلمان د رسنیو رپوټ له مخې داسي ښکاري چې دغه سړي له څوو کلونو راهیسې د مصر معلوماتي ادارې ته معلومات ورکول. دا نه ده روښانه شوې چې کوم معلومات ده انتقالول هغه د څه شې په هکله وو.

خو په ۲۰۱۹م کال کې د ورکړل شوی رپوټ له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (د جولای نهمه) د آلمان د داخله چارو وزیر هورست زيهوفر له خوا ورکړل شو، پکې دا روښانه شوې چې د آلمان جناي ادارې د ۲۰۱۹م کال په دسمبر میاشت کې د آلمان په کارلسروهه ښار کې سترې محکمې د دغه شکمن جاسوس پر ضد يو لړعملی اقدامات کړي دي.

د آلمان قاضي القضات پيتر فرانک له (بیلډ) ورځپاڼې سره په خبرو کي دا منلې ده چې د دغه سړې پر ضد د جاسوسۍ کولو په شک پلټنې پيل شوې چې لا اوس هم دوام لري.

د مراجعينو په برخه کې فعالیت

د آلمان د رسنيو دفتر په خپله د دغه احتمالي جاسوسۍ په اړه کوم دريځ نه دې ښکاره کړی. د دغه دفتر ویاند يوازي ټينګار کړی دی چې دغه بنسټ د پلټنو او د خپلو کارکونکو د مسايلو په تړاو نظر نه څرګندوي.

د (بيلډ) ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې دغه شکمن کس په اداره کې د مراجعینو په برخه کي کار کاوه او د دغه ادارې د منځنۍ سطحی له کارکونکو څخه وو.

د آلمان د داخلي امنيت سازمان د رپوټ له مخې، په آلمان کې د مصر دوه امنيتي سازمانونه په مخفي ډول فعالیت کوي. د هغوی اصلي موخه په آلمان کي د میشتو مصري مخالفينو د معلوماتو راټول دي. دغه مخالفين د اخوان المسلمین غړي او احتمالاً قبطي مسیحان دي.