1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مينې د رومانونو ملکه مړه شوه

۱۳۹۷ بهمن ۲۱, یکشنبه

په ۱۸ کلنۍ دغې بريتانوۍ ليکوالې خپله لومړۍ لنډه کيسه خپره کړه، خو اصلي شهرت يې په څه باندې شپېته کلنۍ کې پيدا کړ. اوس روزامونده پيلچر د ۹۴ کلنۍ په عمر مړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3D5Aa
Schriftstellerin Rosamunde Pilcher gestorben
انځور: imago/bonn-sequenz

لوستل بايد داسې وي لکه رخصتي، دا د روزامونده پيلچر اصلي شعار او عقيده وه. د هغې کيسې د کورنوال پر سيمې څرخي چې د ساحل په اوږدو کې پرته ده او د سمندر غاړه يې ګړنګونو ته ورته برېښي، دلته د کب نيونکو کوچني کلي پراته دي او سترې له عظمته ډکې مېنې پکې هم ودانې شوې دي. روزامونده پيلشر تر نن ورځې پورې تقريبا څه باندې شپېته ميليونه کتابونه پلورلي دي. په تېره بيا ښځو به تل د هغې رومانتيکې کيسې لوستلې چې د زلمي تابه او پېغلتوب د وخت د مينې او د بېلابېلو کورنيو د تيارو رازونو په اړه به ليکل شوې وې، خو دغه کيسې به په پايله کې تل په ورين تابه او خوشحالۍ سره پای ته رسېدې.

د باندنيو چارو له وزارته د پخلينځي تر مېزه

په هيڅ بل ځای او استاګه کې روزامونده پيلچر داسې شهرت نه درلود لکه په آلمان کې چې يې لاره. د «زېد دي اف» په نوم تلويزيوني چېنل د هغې څه باندې سلو رومانونو ته فلمي بڼه ورکړې ده چې نه يوازې په ميليونو ننداره چيان يې پرې جلب کړي، بلکې د هغې پر ټاټوبي کورنوال يې ډېر سيالانيان هم ورمات کړي دي. 
د ۱۹۲۴ کال د سپتمر په ۲۲مه، پيلچر په لېلانت د انګلستان د سويل په کورنوال نومې سيمه کې، د سمندري ځواک د يوه صاحب منصب د لور په توګه دنيا ته سترګې پرانيستې. له مکتبه وروسته يې په ۱۹۴۲ کال کې د دويم نړيوال جنګ پر وخت عسکري خدمت وکړ او د سکرټرې په توګه يې د باندنيو چارو په وزارت کې، او بيا په وروسته د ښځو په شاهي سمندري څانګه کې په سري لنکا او هند کې دندې تر سره کړې. کله چې هغه خپل هېواد ته ستنه شوه، نو د ټوکر او کالو د جوړولو متشبث، ګرېهام پيلچر، يې وپېژانده چې دوی په ۱۹۴۶ کال کې واده وکړ او بيا د سکاټلند داندي نومي کلي کې مېشت شول. هلته د پخلينځي پر مېز باندې دې خپلې لومړنۍ کيسې وکښلې. هغې د خپلې نوي يمې کليزې په پلمه وويل: «ما هيڅ کله هم دا تصور نه درلود چې دا به دومره يوه ستره بريا جوړه شي.» 
هغې د خپلې وينا مطابق دغه لنډې کيسې ليکلې ځکه چې خوند يې ورکاوه. 

Bildergalerie Bestsellerautorinnen
پيلشر د ۹۴ کلنۍ په عمر ومړهانځور: picture-alliance/AP Photo/D. Endlicher

پيلشر وروسته ډېره وستايل شوه

د جاين فريزر تر مستعار نامه لاندې، پيلچر د مېرمنو په مختلفو مجلو کې خپل متنونه خپاره کړل. د «مايلس اېند بوُن» په نوم خپرندويې ټولنې د هغې ځينې رومانونه خپاره کړل. خو اصلي بريا هغې د «صدف د لټونکو» د کتاب له لارې خپله کړه. په دې وخت کې روزامونده پيلچر نزدې ۶۵ کلنه وه. د ميليونو کتابونو تر خرڅولو پورې د هغې کاري او هنري ژوند او مزل له تصوره داسې لرې برېښېده لکه ځينې د هغې په زړه پورې کيسې چې د مينې په هکله يې ليکلې دي. د اوسپنيزې مېرمنې په نامه مشهوره صدراعظمه، مارګرېت تېچر، د هغې د کتابونو لېواله مينه واله وه او د بريتانيې ملکې به پيلچر د مېلو له پاره خپلې باکينګهېم نومې ماڼۍ ته بلله. کله چې د هغې د برياليتوب راز ورڅخه وپوښتل شو، دغې ليکوالې په موسکا سره وويل: «زه د هوښيارو مېرمنو له پاره ډېرې ساده کيسې ليکم.»