1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میانمار په زرونو ښځې په چین کې ودونو ته اړي کړل شوي دي

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

د میانمار تر۷۰۰۰ ډیرې ښځې په زوره چین ته استول شوي او بیا واده او ماشوم راوړلو ته اړ ايستل شوي دي. دغه کړکیچ د پولې دواړو اړخونو ته د ستونزو له کبله لا پسې ژور شوی دی.

https://p.dw.com/p/39eXO
Konflikt in Kachin, Nordmyanmar
انځور: AFP/Getty Images/Z. R. Hpra

د جمعې په ورځ د یوه خپاره شوي رپوټ په حوال د میانمار له شمال څخه په زرونو ښځې چین ته په قاچاقي توګه لیږدول کیږي او بیا واده او ماشوم راوړلو ته اړي کیږي.

د عامه روغتیا جانز هاپکینز بلومبرګ پوهنتون یوې څیړنې موندلې ده چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کلونو تر منځ شاوخوا ۷۵۰۰ میانمارۍ چې په جګړه ځپلي کاچین او شان ولایتونو کې یې ژوند کاوه، په چین کې پر نارینه وو پلورل شوي دي.

د رپوټ په حواله تر ټولو ځواني ښخې په ۱۵۰۰۰ ډالره پلورل شوي دي.

په میانمار او چین کې تر۴۰۰ ډیرو قربانیانو سره په مرکو کې روښانه شوې ده چې ډیر قربانیان مخکې تر دې چې دوهم ځل پر يوه نارينه وپلورل شي، د ماشوم راوړلو ته اړ ايستل شوي دي.

یوې قربانۍ، په تایلند کې د کاچین د ښځو انجمن غړي مون نيې لي ته ویلي دي چې درې وارې چین ته قاچاق شوې او هر ځل د ماشوم راوړلو ته اړه شوې ده.

د پولې دواړو غاړو ته ستونزي

په شمالي میانمار کې نژادي نښتو او د دولتي ځواکونو له خوا د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ډیري ښځې د قاچاق وړونکو منګلو ته اچولې دي. مون نيې لي په دې اړه وویل: «د سیاسي بې ثباتۍ، جګړې او ځمکې غصب له کبله د ښځو امنیت یوه لویه ستونزه ده.»

ډیر وخت د کلي مشران او آن د نجونو کورنۍ د دغه شان ودونو پر سر جوړجاړی کوي او په دې ترتیب بیا ښځې د دې چانس نه لري چې مخالفت یې وکړي.

مون نيې لي وایي چې لوڼي ډیر وخت خپلو والدینو ته «نه» نه شي ویلي او په خبره یې کله چې قاچاق وړونکي او اجنټان د هغوی کورنیو ته پیسې ورکړي نو بیا نجونې هم له واده سره رضایت ښودو ته اړیږي.

په عین حال کې د چین هغه پخوانی قانون چې کورنۍ یوازي د یوه ماشوم لرلو حق لره، د دې سبب شوی چې په دې هیواد کې د نارینه و شمیر د ښځو په پرتله ۳۴ میلیونه ډیر شي. دغه وضعیت په چین کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د ښځو قاچاق ته تقاضا رامنځ ته کړې.

په دغو مواردو کې مړونه ډیر وخت زاړه، ناروغه او یا هم معیوبه کسان وي چې په لیرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او د «هان چینایانو» له پاره د منلو وړ نه وي. «هان چینایان» په چین کې تر ټولو لوی قوم دی چې د دې هیواد نزدې ۹۲ سلنه نفوذ کيږي.

دا چې دغه ښځې اسناد نه لري نو په ډیرو مواردو کې له خپلو مړونو سره بند پاتیږي او آن پر یوه بل نارينه پلورل کیږي.

د اقداماتو غوښتنه

د بلومبرګ پوهنتون پروفیسور او د څیړنې مشر لیکوال کورتلند رابنسون، ویلي: «د جبري ودونو قربانیان له پراخ تاوتریخوالي سره مخامخ وی او په رواني او فزیکي خطر کې وي.»

هغه زیاته کړه: «دغه څیړنه د ستونزي پراخوالي او له قربانیانو سره د بیړني مرستې او ملاتړ اړتیا ته توجه جلبوي.»

په څیړنه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې ځيني ښځې له خپلو ودونو خوښي دي او په خوښۍ ژوند کوي، خو په عین حال کې له میانمار څخه غوښتل شوي چې کورنیو نښتو ته د پای ټکی کیږي او خپلو اتباعو ته د اسنادو په ورکولو سره هغوی ته په چین کې د قانوي ژوند او کار زمینه برابره کړي.

په څیړنه کې له میانمار څخه غوښتل شوي دي چې د قاچاق ضد کارکوونکو ته روزنه ورکړي چې دغه میرمنې د قربانیانو په توګه وپیژني.

ms/nz (dpa, AFP)