1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مینانو ورځ په افغانستان کي

۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

کله چې مرضيه د سه شنبې په ورځ خپل د کار دفتر ته ولاړه نو هغه ئې نامزاد ډیره خوشحاله کړه. د مرضيې نامزاد هغې ته یوه تحفه ډالي کړه او ورته ئې د مینانو د ورځ مبارکي ووایله. مرضیه وایي دغه ورځ به ئې تل په یاد پاته شي.

https://p.dw.com/p/143DC
انځور: DW/Jawad Jalali

هر کال د نړۍ په ډیر شمیر هیوادونو کي د جنوري د میاشتي پر ۱۴مه نیټه د والینټاین یا مینانو ورځ لمانځل کیږي. د دغې ورځي لمانځنه د یونان په زوړ تاريخ کې ریښې لري. د ولینټاین په هکله ډیرې کیسې شتون لري. ویل کیږي چې ولینتاین یو عیسوي راهب وو چې له عاشقانو سره د مرسته کولو په تور وژل شوی دئ.

په وروستیو کلونو کې یو شمیر افغانان هم دغه ورځ لمانځي خو د مینانو د ورځې د لمانځنې کچه او طریقه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې توپیر لري. افغان لیکوال انور وفا سمندر وايي چي ټول افغانان له میني ډک دي خو په دغه هیواد کې ټولنیز دودونه داسي دي چې افغانان نه شي کولای د خپلي میني اظهار وکړي. هغه زیاتوي: «په افغانستان کي د ټولنیزو دودونه له کبله مینه ډیر وخت پټه پاته کیږي.»

يه افغانستان کی هم اوس ځيني ځوانان د مینانو ورځ لمانځل کیږي
يه افغانستان کی هم اوس ځيني ځوانان د مینانو ورځ لمانځل کیږيانځور: DW/Jawad Jalali

ښاغلی وفا زیاتوي چې افغانستان د میني او محبت ډیر زوړ تاریخ لري. هغه وایي: «زموږ لنډۍ له میني ډکي دي. که څه هم دغه لنډۍ ډیري پخوا ویل شوي دي خو اوس ئې هم افغاني نجوني له ویلو تازه کیږي او ورځينې خوند اخلي.»

یوه بله افغانه میرمنه تبسم نومیږي چې د مزارشریف په ښار کې ژوند کوي. هغه وایي چې سهار ئې له خپل خاوند سره دغه ورځ لمانځلې ده. د هغې په آند د دغه شان ورځو لمانځل د میرمنو له پاره له رواني لحاظه هم ډیر اهمیت لري او هغوی کولای شي چي له دې لاري په خپل ژوند کي لا ډیره خوشحالي راولي.

په افغانستان کې د عاشقانو ورځ په بیلا بیلو ډولونو لمانځل کيږي. افغان ځوان ایمل وردک وایي چې افغان ځوانان د مینانو په ورځ خپلو محبوبو ته د تیلیفون له لارې د دغې ورځ مبارکي وایي او یا هم هغوی ویني. د ایمل په خبره د واده شوو او نامزادو ځوانانو له پاره د والینټاین د ورځې لمانځل اسانه دي خو د هغه مینانو له پاره چي لا تر اوسه پوري نه دي نامزاد شوي د دغي ورځي لمانځل ستونزمن کار دئ.

په دغه ورځ مینان یو بل ته تحفي ډالۍ کوي
په دغه ورځ مینان یو بل ته تحفي ډالۍ کويانځور: DW/Jawad Jalali

حشمت الله الکوزی په کابل کي ژوند کوي. هغه وایي چي له یوې نجلی سره مینه لري خو د نه شي کولای چې د مینانو په ورځ له هغې سره وویني. حشمت الله زیاتوي چی د سه شنبې په ورځ سهار ئې خپلی ملگرې ته یوازې یو تیلیفوني بیغام استولی دئ.

ټول افغانان بیا د مینانو د ورځو د لمانځلو غوښتونکي نه دي. د دغه کسانو له ډلي څخه یو ئې هم د ۲۰ کلنې دیانا نامزاد دئ. هغه وایي چي د خپلې نامزادې هغه تیلیفونې پیغام ته ئې ځواب نه دئ ورکړی چې هغې پکښي ورته د عاشقانو د ورځې تبریکي استولې ده. د هغه په آند دغه کار اسلامي ریښې نه لري.

خو افغان لیکوال انور سمندر وفا بیا وایي چې ټول افغانان باید له میني سره ژوند وکړي. د هغه په آند د افغانستان د ستونزو د هواره ولو یوه لار دا ده چې افغانان د خپلو زړونو خبرې په خوله راولي او له مینې سره ژوند وکړي.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل