1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د میوند ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ ځانمرګی برید شوی

۱۳۹۶ دی ۱, جمعه

د افغان چارواکو په حواله د هاموي پوځي موټر په واسطه چې له چاودیدونکو مواد ډک وو، د میوند ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ برید شوی. د برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستي ده.

https://p.dw.com/p/2ppAZ
Afghanistan Sicherheitskräfte nach dem Anschlag in Kandahar
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seiam

د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې سهار مهال په تیاره کې د ترسره شوي برید مسوولیت طالبانو منلی دی. د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان سلطان محمد، د فرانسې خبري آژانس ته د برید په تړاو وویل چې په دې موټر کې شاوخوا ۳۰۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ځایي پر ځای شوي وو. دغه مقدار د روان کال د می په میاشتې کې د کابل د برید دوه برابره ډیر دی. د کابل په برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي وو.

سلطان محمد همدا راز ویلي دي چې د دوی تر ټولو وروستي ارقام ښيي چې په دې پیښه کې شپږ پولیس سرتیري وژل شوي او پنځه تنه نور بیا ټپیان دي. خو د سلطان محمد په خبره ښايي دغه شمیر تغیر ومومي.

د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افریدي هم دغه مرګ ژوبله تائید کړې. افریدي د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې: «ټول قربانیان د محلي پولیسو سرتیري دي.»

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي په داسې حال کې چې معمولا افغان چارواکي د یاغیانو په بریدونو کې د تلفاتو شمیر کم ښيي، خو داسې بریښې چې بریدګر په دې کې پاتې راغلی دی چې هغې ودانۍ ته ورسیږي چیرته چې ډیر شمیر پولیس ګمارل شوي وو.

د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان ویلي چې بریدګر په دې توانیدلی چې تر لومړنۍ امنیتي پوستې تیر شي او په دوهمه امنیتي پوسته کې هغه مهال چې د یوه پولیس سرتیري له خوا پرې ډزې وشوې، خپل موټر ته چاودنه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې یوه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او د برید سیمې ته نږدې دوې نورې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي. نوموړی زیاته کړې چې د دې برید د شدت له امله د پیښې سیمې ته په دوه کیلومترۍ کې د دوکانونو ښیښې ماتې شوي.

بل لوري ته د پولیسو یوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې «د چاودنې غږ ډیر لوړ وو او په څو کیلومترۍ کې هم اوریدل شوی دی.» دغه پولیس د وژل شوو کسانو شمیر اته تنه او د ټپیانو شمیر بیا نهه تنه ښيي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تر مخه افغان چارواکو ویلي وو چې وسلوالو مخالفینو یو شمیر هاموي ډوله زغروال موټر په دې وروستیو کې نیولي دي. له دې نیول شوو موټرو څخه ځینې یې پر پولیسو او د پوځ پر سرتیرو باندې په ځانمرګو بریدونو کې کارول شوي چې ډیرې ویجاړونکې پایلې یې له ځانه سره درلودې. په دې پيښو یوه هم په اکتوبر میاشت کې د کندهار برید دی چې له امله یې له ۴۰ ‌ډیر پولیس وژل شوي وو.

کوم هیوادونه ترهګري ډير خپلي؟زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: