1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م م د څارونو نوی مشر سوریې ته سفر کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه

تورن جنرال رابرت مود، په سوریې کې د څارونکو د ډلې د نوي مشر په توگه ټاکل شوی دئ. هغه اوس غواړي چې دمشق ته سفر وکړي. موډ په سوریه کې د سولې د پلان د څارلو سخته دنده پر غاړه لري.

https://p.dw.com/p/14mU2
انځور: AP

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بان کېمون، له خوا په سوریه کې په رسمي توگه د نړیوالو څارونکو د مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته رابرت مود د دمشق پر لور خوځیدلی دئ.

مود په داسې حال کې د دغه ماموریت مشري پر غاړه اخلي چې د ملګرو ملتونو په منځ کړيتوب په سوریه کې د اعلان شوي اوربد د نافذیدو آثار کم ښکاري. پر دې سربیره د هغه دا سفر په یوه داسې وخت کې تر سره کیږي چې تیره ورځ دمشق یوه خونړي بمي برید ولړزاوه چې په پایله کې ئې ۱۱ تنه ووژل شول.

اوس په سوریه کې ۱۵ تنه نړیوال څارونکي موجود دي. د کوفي عنان ویاند ویلي دي چې ملگري ملتونه هیله لري چې د دوشنبې تر ورځې به دغه شمیر ۲۵ تنو لوړ شي او د راروانې میاشتې تر نیمایي به دغه شمیر ۱۰۰ تنو ته ورسیږي. د ملگرو ملتونو له خوا سوریې ته د څارونکو د لیږلو تر ټولو لوړ حد ۳۰۰ تنه ټاکل شوی دئ.

مود چې د ناروې تابعیت لري د دغه ماموریت د مشر په توگه تر ټاکل کیدو مخکې د ناروې د وسله والو ځواکونو د زړو پوځیانو د چارو د عام پلټونکی، د اوربند له پاره د ملگرو ملتونو د ادارې د مشر او همداراز د ملگرو ملتونو او د ناروې د پوځونو د مشر په توگه دندې تر سره کړي دي. پر دې سربیره هغه له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې ډوه په کوزوو کې د ملگرو ملتونو په ماموریت دنده تر سره کړې ده.

په سوریه کې د دغه ماموریت د مشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته لا تر اوسه هغه په دې اړه رسنیو ته کومې څرگندوې نه دي کړي خو په وروستیو ورځو کې له یوې نارویجۍ ورځپاڼې سره هغه په مرکه کې ویلي وو چې دغه ماموریت د هڅې وړ دئ ځکه چې د سوریې خلک د یوه بل فرصت د لرلو حق لري. خو د متحده ایالاتو، فرانسې او انگلستان په شمول یو شمیر لویدیځ هیوادونه په دې فکر دي چې دغه ماموریت به کومه گټه و نه لري ځکه چې په سوریه کې د زور زیاتیو د پیښو د درولو نښې نښانې نه لیدل کیږي.

د ملگرو ملتونو د ارقامو پر اساس د سوریې د کړکیچ د پیل راهیسې تر اوسه پورې په دغه پیښو کې تر نهو زرو زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش