1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناتو له نظره ۲۰۱۴ کال یو «تور کال» ؤ

آزانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ بهمن ۱۱, شنبه

د ناتو په کلني رپوټ کې چې له روسیی سره تشنج ته هم اشاره شوی ده، ویل شوي چې په تیر میلادي کال کې د روسیی پوځي الوتکو ۴۰۰ ځلې هڅه کړې ده څو د ناتو هوايي قلمرو ته ننوځي، خو مخه یې نیوله شوې ده.

https://p.dw.com/p/1ETl3
د ناتو عمومی منشی ستولتنبرگ
د ناتو عمومی منشی ستولتنبرگانځور: picture-alliance/dpa

د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناتو) په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې د هغه سازمان جنگي الوتکو په تیر میلادي کال کې ۴۰۰ ځلې د روسیی د پوځي الوتکو چې غوښتل ېې د ناتو د غړو هیوادونو هوايي قلمر ته نژدې شي، مخه نیولې ده. د ناتو عمومي منشی، ینس ستولتنبرگ په بروکسل کې د هغه سازمان د کلني رپوټ په وړاندې کولو سره وویل چې د روسي جنگي الوتکو یواځې د بالتیک دولتونو، ستونیا، لیتوانیا او لاتویا چې ناتو غړي هیوادونه دي، هوايی قلمرو ته ۱۵۰ ځلې د نژدې کیدو هڅه کړې ده. هغه وویل دا د ۲۰۱۳ کال په پرتله «څلورځلې زیات دی.»

د دغه رپوټ په سریزه کې ستولتنبرگ لیکلي دي چې « ۲۰۱۴ کال د اروپايي امنیت لپاره یو تور کال ؤ.» هغه وویل چې «په ختیځ کې روسیی پوځي تیرو ته مخ واړه او د کریمیا نیمه ټاپو یې له خپلې خاروې سره یو ځای کړ، په ختیځ اوکراین کې د کورنۍ جگړې په لاره اچولو سره ېې دغه هیواد له بی ثباتی سره مخامخ کړ او له دی سره یې خپلو گاونډیو ته ویره پیدا کړي ده.» ستولتنبرگ خبریالاتو ته وویل چې د دغو گواښونو له امله ناتو اوس مجبور دی چې دغه «پیمان په خپله ختیځه برخه کې یو دايمي حضور ته دوام ورکړي.»

د گړنیدو سرتیرو د ځواک بندو بست

د کړکیچنې امنیتی وضعې سره سره، د ناتو د اروپايي غړو دولتونو دفاعي لگښتونو کې کموالی راغلی دی. په بروکسل کې د ناتو د عمومي مقر د محاسبې له مخې د هغه سازمان ۲۶ اروپايي غړو په ټولیزه توگه په دفاعي سکتور کې ۲۵۰ ملیارد ډالر پانگه ایښې ده. د ناتو عمومي منشي، ستولتنبرگ وویل چې دا لگښت د ۲۰۱۳ کال په پرتله اوه ملیارد ډالره لږ دی. هغه د ناتو له اروپايي غړو څخه څخه غوښتنه وکړه چې په دفاعي بودجه کې د سمپا تگ لارې ته خاتمه ورکړي. ستولتنبرگ د پوځي تجهیزاتو د زیاتو لگښتونو لپاره غوښتنه کړي ده.

د روسی جت میگ ۲۹ ډوله جنگي الوتکه
د روسی جت میگ ۲۹ ډوله جنگي الوتکهانځور: picture-alliance/dpa/A. Denisov

ستولتنبرگ چې پخوا د ناروې صدراعظم هم ؤ، وویل، د دې لاره چې ناتو د یو پیاوړي پوځي سازمان په توگه خوندی پاتې شی باید په دفاعي چارو کې ډيره زیاته پانگونه وشی. د رپوټ له مخې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان اروپايي متحدینو په ۱۹۹۰ کال کې ۳۱۴ ملیارد ډالر د خپلې دفاعی بودجی لپاره تخصیص کړي ؤ. دا په داسی حال کې ده چې په هغه وخت کې د امریکا متحده ایالاتو او کانادا په شمول ناتو یواځي ۱۴ اروپايي غړي درلودل.

ستولتنبرگ وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې کله چې د هغه سازمان د دفاع وزیران غونډه کوي، هغوی به د «گړندیو بریدگرو سرتیرو د ستروالي او جوړښت» په هکله خبری وکړي. هغه د ناتو دغه ځواک د «نیزې د څوکې» په توگه وگاڼه . هغه وویل د اوکراین کړکیچ ته په کتو سره دا ځواک به روسیې ته ښکاره کړي چې ناتو په ختیځه اروپا کې خپل غړي یواځې نه پریږدي. د هغه د وینا له مخې دغه «گړندي برید گر سرتیري» به د دوو تر اوو ورځو په موده کې د عملیاتو ډگر ته واستول شي. په اوسني وخت کې د «ناتو- غبرگون ځواک» په اعظمي توگه کولای شي چې تر ۳۰ ورځو پورې په ټوله نړې کې د عملیاتو لپاره چمتو شي.

د دی لپاره چې د «نیزې څوکه» نومی دغه نوی ځواک د اړتیا په صورت کې ژر تر ژره په ختیځه اروپا کې ځای پرځاي کړای شي، هلته باید شپږ پوځي اډې جوړې شي. د روسې ملاحظاتو ته په پام کولو سره په عادي وخت کې به هلته ډير لږ ناتو سرتيري خوندي وي. خو په دې شرط چې په دغو اډو کې د هغوی لپاره په کافی اندازې وسلی، سون مواد او نور اړین توکي زیرمه کړای شوی وي.