1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نارینه وو ختنه کیدل په ایډز د اخته کیدو خطر کموي

جسکو یوهانس/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ آذر ۹, شنبه

افریقايي هیوادونه هڅه کوی چې د نارینه وو په سنتیدو یا ختنه کولو سره د «ایچ آی وي/ایډز» د ناروغې پر وړاندې مبارزه وکړي. ډاکټران وايي چې ختنه کیدل د ایډز په ناروغۍ د اخته کیدو چانس ۶۰ سلنه کموي.

https://p.dw.com/p/1AR2E
انځور: Tony Karumba/AFP/Getty Images

۱۸ کلن روانډايي ځوان مارک کاریمانګینو، وروسته له سنتیدو یا ختنه کیدو څخه ځان ډیر ډاډمن احساسوي او وايي چې «درد يې نه درلود.» د هغه سنتولو ۱۵ دقیقې دوام وکړ. اوس هغه د روانډا په پلازمېنه (کیګالي) کې د یوه پوځي روغتون مخې ته ولاړ دی چې شاته يي د « نارینه وو د سنتۍ مرکز» لوحه ځړول شوې ده.

دغه ځوان مخکې له سنتیدو څخه ویره درلوده، خو وروسته پر دې پوه شو چې درد نه لري، کاریمانګینو زیاتوي: «هلته ډیر سړي ول، خو هغه ډاکټر چې زه يې سنت کړم ډیر مهربانه وو او زما سره يې خبرې هم کولې. هغه ډير ښه کار کاوه.»

په ایډز د اخته کیدو د پيښو کمیدل

مارک کاریمانګینو، یو له هغو ۲۰۰ زرو کسانو څخه دی چې د حکومتي پروګرام په چوکاټ کې سنت کړای شوی دی. د روانډا حکومت پلان کړې وه چې د روان کال تر پایه به دوه میلونه نارینه سنتوي چې د هغې له جملې څخه يې تر اوسه پورې ۲۰۰ زره تنه سنت کړای شوي دي.

دا پروګرام د بیو میډیکل، په نامه د مرکزي دولت له خوا په لاره اچول شوی دی. په روانډا کې د «ایچ آی وي/ ایډز» د څانگې مشر ډاکټر سابین نسانزیمانا، په دې اړه وايي: «موږ په پيل کې ډیر لوړ اهداف درلودل.» دغه ډاکټر وایي چې تر دې دمخه د ایډز پر ضد د مبارزې ټولو کمپاینونو ښې نتیجې نه درلودې. خو هغه پر دې باور دی چې د نارینه وو په سنتیدو سره وضعیت تغیر موندلی دی: «دغه پروګرام په ډیرې اسانۍ سره ترسره کیدای شي، ارزانه دی او تکرار ته ضرورت نه لري.»

څیړونکو په ختیځه افریقا کې دا خبره موندلې ده چې په ختنه شویو نارینه وو کې د «ایچ آی وي/ایډز» پر ناروغۍ د اخته کیدو خطر ۶۰ سلنه راټیټ شوی دی. همدارنګه د «ایچ آی وي/ ایډز» په اړه د ملګرو ملتونو نړیوال روغتیايي پروګرام (UNAIDS) هم د نارینه وو د سنتۍ سپارښته کوې. د نړیوال روغتیايي سازمان کارپوه جولیس موګابو، په روانډا کې د ایډز په هکله وايي: «د دغو څیړنو په اړه هیڅ ډول شک نه دی موجود او دغه نتایج په منظم ډول ثابت شوې دي.» په کینیا او اوګاندا، کې هم د ایډز د مخنیوې په موخه له دغه میتود څخه کار اخیستل کیږي، خو دا چې سنتول یا ختنه تر کومې اندازې پر ایډز د اخته کیدو خطر کموې تر اوسه پورې په دقیق ډول نه دی معلوم.

د روغتیايي چارو کارپوهان اټکل کوي چې په ختنه کولو سره د نارینه د تناسلي آلې د پوستکې په هغه برخه کې چې ژوندي میکروبونه راټولیږي، په داسې ډول تغیر رامنځ ته کیږي چې د میکروبونو او بکتریا فعالیتونه له ستونزو سره مخامخوي.

په روانډا کې د دغه کمپاین د پیل پر مهال یوازې ۱۳ سلنه نارینه سنت شوې ول چې هغه هم مسلمانان ول. د یادونې وړ ده چې د دغه هیواد ۹۰ سلنه وګړي مسیحي کاتولیکان دي. ‌ډاکټر سابین نسانزینا، بیا په دې اړه وايي: «دې کار یو څه وخت ونیو تر څو خلک قانع کړو چې موږ د یوې دیني مسئلې په اړه خبرې نه کوو، بلکې دا کمپاین د ایډز څخه د حفاظت او وقایوي اقداماتو په اړه دی.»

د ختنه کولو نوی میتود

د عامه پوهاوي کمپاینونو له امله اوس ډیری خلک ختنه کیدو ته خپل چمتووالی ښيي. په ټوله روانډا کې نارینه د سنتۍ مرکزونو ته مراجعه کوي. یوازې د کیګالي په پوځي روغتون کې د ورځې ۲۵ تنه نارینه سنتیږي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکي وخت کې به په رونډا کې هره اوونۍ ۱۰۰۰ تنه سنتیږي. د کیګالي په روغتون کې ډاکټر لیون نګروکا، وایی چې سنتیدو ته د نارینه وو د میلان یو علت هم نوې میتود دی چې په هغې کې د جراحې له چاقو څخه استفاده نه کیږي. دغه نوې آله "پري پیکس" (Prepex) نومیږي چې له یوې پلاستتیکي حلقې او فیتې څخه جوړه شوې ده چې پرته د چاقو او جراحي عملیاتو څخه د سنتیدو عمل په ډیرې اسانۍ سره ترسره کیږي.