1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نايجيريا د قربانيانو فرياد ولي څوک نه اوري؟

دوکشتاين شتيفاني۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

فرانسه، سوریه، سوماليا، نایجیریا او پر دې سربیره د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې انسانان د ترهگرو یرغلونو هدف گرځیدلي دي. خو پوښتنه دا ده چې له دغو قربانیانو سره په چلند کې له یوه معیار څخه کار اخیستل کیږي؟

https://p.dw.com/p/1EJx3
انځور: Aminu Abubakar/AFP/Getty Images

په نایجیریا کې د افراطي ډلې «بوکو حرام» تر وروستیو بریدونو څو اوونۍ دمخه د آلمان په پارلمان کې د مسیحي سوسیال دیموکرات گوند CDU استازي فرانک هاینریش، نایجیریا ته سفر کړی وو.

فرانک هاینریش په دغه هيواد کې له عیسویانو، مسلمانانو، سیاستوالو او همداشان د چېبوک له سیمي څخه د بوکو حرام له لوري د تښتول شوو نجونو له کورنیو سره ولیدل. دغه استازي ویلي دي چې دغه هیواد ته سفر پر ده دوامداره اغېزه کړې ده: «ما فکر کاوه چې ما ډیر څه لیدلي او اوریدلي دي. خو هغه څه چې ماته یې سخت تکان راکړ، هغه دا چې د عراق د ترهگرۍ موضوع، البته په آلمان کې پیژندل شوې ده خو د نایجیریا د ترورو موضوع محدوده ده.»

هاینریش د آلمان پارلمان (بوندستاگ) د بشري مرستو او بشري حقونو د جرگه گۍ غړی دی. هغه په نایجیریا کې هغه کلي وليدل، چې تر بریدونو وروسته بېخي تش شوي دي. که څه هم تیره اوونۍ د نایجیریا په باگا ښار کې قتل عام تر ټولو سخت يرغل وو، خو په آلماني رسنیو کې د هغه په اړه ډیر رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

هاینریش ويلي دي، چې په باگا کې قتل عام «د پاریس د بریدونو له کبله» له پامه غورځول شوی دی. هغه خواشیني څرگند کړې ده، چې دلته له افریقا سره دومره لیوالتیا نه شته.

د قربانيانو د معیار ارزونه

په پاریس کې د تیرې چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۷مه) پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» باندي ترهگر برید په نړۍ کي د خواخوږۍ د اعلانونو له سیلاب سره مل وو. احتجاجي مارشونه وشول، چې په میلیونونو انسانانو پکې برخه واخیسته او د یوې شیبې له پاره چوپ پاته شول.

په پاریس کې تر بریدونو دوه ورځې وروسته په نایجیریا کې د اټکلونو له مخي شا او خوا ۲۰۰۰ کسان د بوکو حرام د تندلاري اسلامپاله ډلې په يرغل کې ووژل شول. خو په نړیواله کچه په دې هکله کوم ستر فریاد و نه شو.

«بې رحمانه بریدونه»

که څه هم د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسار شهزاده زید رعد الحسین، په نایجیریا کې تازه بریدونه وغندل. هغه دغه بریدونه «له ملکي کسانو سره د ناوړه بې رحمانه» بریدونو په توگه یاد کړل، چې په وینا یې له نړیوالو حقونو څخه سرغړونه ده. او همداشان د اروپایي ټولني پارلمان مشر مارتین شولتڅ د چارلي ابدو د قربانیانو د یادون په یوه وینا کې د نایجیریا د قربانیانو یادونه وکړه.

مارتین شولتڅ په خپلو څرگندونو کې وويل: «موږ په گډه باید د دې له پاره مبارزه وکړو، چې هیڅکله د ترهگرو په کرکه ککړ نه شو.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې موږ باید په اروپا او ټوله نړۍ کې د آزادۍ دفاع وکړو. مارتین شولتڅ په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې له دې کبله دوی نن په نایجیریا کې د متعصبي بوکو حرام ډلي له لاسه د وژل شویو قربانیانو یادون کوي.

د شولتڅ په وینا په تیرو کلونو کې سړی لیدلای شي، چې د سومالیا له سقوط سره په کینیا کې له بریدونو سره دغه ترور پېل شو او د لویدیځې افریقا له خوا تر نایجیریا پوري وغځېد. شولتڅ زیاته کړې ده چې تروریزم یوه نړیواله پدیده ده او په وینا یې د افریقا له پاره په یوه ستره ستونزه باندي اوښتې ده.

فرانک هاینریش په دې آند دی چې لویدیځوال په خپل قضاوت کې له پاشلو فکرونو سره مخامخ دي.