1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ناټو الوتکې په اچین کې بیړنۍ ناسته کړې

۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو تایید کړې ده چې په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د یوې څرخي الوتکې د بیړنۍ ناستې په پایله کې دوه بهرنیان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2hUrJ
Afghanistan Black Hawk Helicopter
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

خوګیاڼي له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې ټپي شوي بهرنیان اوس پلازمېنې کابل ته د درملنې له پاره لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د پریکړند ملاتړ ماموریت ځواکونو، هم په یوه اعلامیه کې دغه پېښه تاييد کړې او لیکلي یې دي چې څرخي الوتکې یې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې. د ناټو په اعلامیه کې هم د دوو بهرنیو ځواکونو د «سرسري» ټپي کیدو خبر تایید شوی دی.

د ناټو اعلامیې زیاته کړې ده چې ټپي شوي سرتیري د پېښې له سیمې څخه لیږدول شوي او اوس د څرخي الوتکې د لیږدلو له پاره هڅې روانې دي. امریکايي ځواکونه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په شاوخوا کې د یاغیانو پر ضد جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بیا د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله (آلمان غږ) ته ویلي چې دغه هیلیکوپټر د اچین ولسوالۍ په هجوم کلا سیمه کې غورځېدلې. هغه په دې اند دی چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله نه، بلکه د ویشتل کیدو په پایله کې لویدلې.

بله خوا وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوې لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د امریکايي ځواکونو یوه پوځي څرخي الوتکه یې ویشتلې چې له امله یې په کې سپاره ټول کسان وژل شوي.

طالبان ډیر وخت د دغه شان پیښو پړه پر غاړه اخلي او د ډیرو تلفاتو ادعا کوي. د طالبانو په لېږل شوې خبرپاڼه کې د پېښې ځای د سپین غر ولسوالۍ ښوول شوې.