1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو او روسيې ترمنځ له ستونزو ډکي اړيکي

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۲۲, شنبه

د ناټو غړو هیوادونو په فضايي قلمرو کې، د روسيې د جنگي الوتکو غیر قانوني پروازونو د ناټو او روسیې تر منځ کړکیچ لا زیات کړی دی. اوکراین خپله نظامي بودجه دوه برابره کړې او د امریکا سنا هم اوکراین ته د وسلو لیږد تصویب کړ.

https://p.dw.com/p/1E3ca
انځور: Reuters/Norwegian Air Force

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) اعلان کړی دی، چې د روسیې جنگي الوتکو په وارو وار سره د دغه تړون د غړو هیوادونو په هوایې قلمرو کي تیر شوي دي. په دې وروستیو ورځو کې د روسیې ۲۲ جنگي کښتۍ په بالتیک سمندر کې لیدل شوي دي چې په اوبو کې د لیتوانیا سرحد پنځه کیلومترۍ ته نږدې شوي دي. د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې پر ۱۲مه) د روسیې جنگي الوتکو د استونيا هیواد په هوایې حریم ور ننوتي.

د ناټو یوه ویاند د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر۱۲مه) اعلان وکړ چې روسیې د اوکراین کړکیچ د حل په برخه کې هیڅ اقدام کړی نه دی، او تر اوسه پوري یې د واقعي خبرواترو له پاره هیڅ ډول لیوالتیا ښوولې نه ده. هغه ټینگار وکړ چې روسیه د دې موضوع په هکله احتمالونو ته په یو بل نظر گوري، خو هغه په دې هکله نور تفصیل ور نه کړ.

د ناټو پوځي سازمان د اوکراین په بحران کې د روسیې د نقش له امله له دغه هیواد سره خپله همکاري ځنډولې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په خبره حتی د سړې جگړې په وخت کې هم د روسیې او ناټو اړیکې دومره سړې نه وې. ناټو له روسیې سره د کریمیا تر الحاق وروسته په پرله پسې ډول له اوکراین سره د دغه نیمه ټاپو د پیوستون غوښتونکي ول او له روسیې څخه یې غوښتي ول چې په دې برخه کې له سر غور وکړي.

بله خوا ناټو هم په خپلو هغو غړو هيواونو کې چي د روسيې گاونډيان دي، ډیر ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او خپل پوځي مانورونه یې هم ډېر کړي دي. د ناټو دا عمل د روسیې له خوا د قدرت ښوولو په توگه ارزیابي شوی دی او د یو گواښ په توگه یې انگیري. مسکو اعلان کړی دی چې د ناټو د فعالیتونو په ځواب کې به تدابیر ونیسي.

امریکا، اوکراین ته وسلي استوي

د امریکا متحدو ایالاتو سنا مجلس، اوکراین ته د پرمختللو «وسلو او تجهیزاتو» او د روسیې پر وړاندي د سرحدونو د لا زیاتو ټينگول تصویب کړل. ټاکل شوې ده چې د ټانک ضد وسلې، پرمختللي بې پيلوټه الوتکې او مدرنه مخابراتي وسایل به اوکراین ته ورکړل شي. د اوکراین په کړکېچ پوري اړونده طرحه باید تر عملي کیدو دمخه د امریکا کانگرس له خوا هم تصویب شي:

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دغه طرحه «غیر سازنده» بللې او له کانگرس څخه یې غوښتي چې دغه طرحه تصویب نه کړي. روسیې اوکراین ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو استول غندلي دي. د اوکراین د بحران له امله د امریکا او روسیې اړیکي تر سړې جگړې وروسته اوس تر بل هر وخت سړې شوي دي.

د اوکراین پوځي بودجه دوه برابره کیږي

د اوکراین د دفاع وزیر شتیفن پولتاراک، په پارلمان کې اعلان وکړ چې د دغه هیواد نظامي بودیجه به په راتلونکي میلادي کال کې دوه برابره لوړه شي. په دې توگه نو د دغه هیواد په نظامي بودجه کې تر ۲ میلیاده او ۴۰۰ میلونو پوري زیاتوالی راځي. ټاکل شوې ده چې د اوکرایني عسکرو شمیر هم له ۲۳۲ زرو څخه تر ۲۵۰ زرو پوري لوړ شي.

د اوکراین پوځ د دغه هیواد په ختیځ کې له روسي بېلتون غوښتونکو سره په جگړه کې ښکیل دي. د دولتي ځواکونو او روسي پلوه بېلوتون غوښتونکو تر منځ د تیرو څو میاشتو نښتو په ترڅ کې تر ۴۵۰۰ ډیر انسانان وژل شوي او په زرونو نور ټپیان شوي دي.