1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو برید سیمه ییز پولیس او ملکیان ووژل

مسعود جهش (قدیر وفا، د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۱۵, پنجشنبه

افغان سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی دی چې د ناټو په یوه هوایي برید کې څلور تنه سیمه ییز پولیس او دوه تنه ملکي وکړي وژل شوي دي. په کابل کې د ناټو یوه ویاند ویلي دي چې د پېښې په اړه د هغوی څیړنې روانې دي.

https://p.dw.com/p/189dI
انځور: DW

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې څلورمه نیټه) وویل چې د «ده یک» ولسوالۍ په «سلیمان زی» سیمه کې د ناټو یوه هوایي برید دوه تنه ملکي وگړي او د سیمه ییزو پولیسو څلوړ غړي وژلي دي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې پېښې یو بل ملکي وگړی ټپي کړی هم دی.

د غزني ولایت د «ده یک» ولسوالۍ ولسوال فضل احمد ټولواک، ویلي دي چې دغه پېښه تیر شپه (د چهار شنبې شپه) هغه وخت رامنځ ته شوه چې سیمه ییز پولیس په شخصي جامو کې له طالبانو سره په یوه جگړه کې ښکیل شول. ښاغلي ټولواک زیاته کړې ده چې د ناټو هوایي برید د ملکي وگړو او سیمه ییزو پولیسو په منځ کې تلفات رامنځ ته کړل.

د فرانسې خبري آژانس په حواله طالبانو د شپې ناوخته په غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې برید کړې وو چې تر برید وروسته بیا د ناټو د هوایي ملاتړ غوښتنه شوې وه. ښاغلي ټولواک دې خبري آژانس ته ویلي دي: «د ناټو الوتکې سیمې ته ولاړې چې له پولیسو سره مرسته وکړ، خو په پوسته کې انفجار وشو او پخپله پولیس ووژل شول.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم تیره اوونۍ د طالبانو په یوه برید کې د غزني مرکز پورې تړلې په «اسفنده» سیمه کې د ناټو په یوه هوایي برید کې نهه تنه طالبان او دوه زده کوونکي وژل شوي ول.

په همدې حال کې د غزني د والي ویاند فضل سباوون، هم دغه پېښه منلې ده او ورته معلومات یې ورکړي دي. د ایساف د عملیاتو په پایله کې د ملکي تلفاتو رامنځ ته کیدل یو له هغو موضوعگانو څخه ده چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ یې ډیر حساسیتونه رامنځ ته کړي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي، تر دې مخکې هم پر دغه شان بریدونو باندې سختې نیوکې کړې دي. هغه د روان کال په فبروري میاشت کې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې نور پر کلیو او کورونو باندې د برید کولو له پاره د ناټو د هوایي ملاتړ غوښتنه و نه کړي.