1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو جنگي ماموریت په مرستندویه بدلیږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

په شیکاگو کې د ناټو په غونډه کې به له افغانستان څخه په وتلو او تر وتلو وروسته د افغان حکومت د تمویلولو په اړه خبرې اتري وشي. امریکا د ناټو له غړو هیوادونو څخه غواړي چې د افغان امنيتي ځواکونو په تمویل کې ونډه واخلي.

https://p.dw.com/p/14z1R
انځور: picture-alliance/Photoshot

د ناټو غړي هیوادونه به د یکشنبې په ورځ په شیکاګو کې سره غونډه وکړي چې د افغانستان پر موضوع باندې له یو بل سره خبرې اترې وکړي. په دې غوڼده کې به له افغانستان څخه د ناټو د وتلو په اړه خبرې اترې وشي او نړیوال به ځان په دې مطمئن کړي چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان حکومت وشي کولای چې له خپل هیواد څخه ساتنه وکړي او د طالبانو او نورو وسلوالو یاغیانو پر وړاندې به خپله جگړه پر مخ بوځي.

د ناټو عمومي سرمنشي اندریس فوخ راسموسن په شیکاگو کې د ناټو تر غونډې مخکې ویلي وو چې د ناټو هیواودنه به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د خپلو تیرو لسو کلونو لاس ته رواړنې وساتي:

«زه انتظار لرم چې ناټو به افغان امنیتي ځواکونه ورزي، هغوی ته به مشورې ورکړي او له هغوی سره به همکاري. دا زموږ د ټولو په گټه ده چې په افغانستان کې د تیرو لسو کلونو له هغو لاس ته راوړنو څخه ساتنه وکړو چې د ډیرې پانگونې او قربانیو په بدل کې مو تر لاسه کړي دي. دا زموږ د ټولو په گټه ده چې ځان په دې خبره مظمئن کړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترورستان په پټنځای نه بدلیږي.»

بارک اوباما په شیکاگو کې د ناټو د غونډې کوربه توب پر غاړه لري. هغه تر دې مخکې د امریکا په کمپ دیوید کې د جې اته د مشرانو کوربه وو. د شیکاگو په غونډه کې به د افغانستان د موضوع تر څنک په اروپا کې د توغندیو د دفاعي سیستم په اړه هم خبرې اترې وشي.

د شیکاگو د غونډې یوه مهمه موضوع به له ۲۰۱۴ کال وروسته، د افغانستان د امیتي ځواکونو تمویلول او د کابل له حکومت سره د مرستو د جاري ساتل وي.

په پلان کې ده چې د ناټو غړي هیوادونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په تدریجي ډول له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي. تر دې نیټې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. خو یو شمیر کارپوهان شک لري چې افغان ځواکونه دې د دې کار جوگه وي.

د امریکا د استخباراتي اداري پخوانی لوړ پوړي مامور بروس ریدل، خبرداری ورکوي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو کې بیړه ښايي د ناټو د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي. هغه وايي: «که له افغانستان څخه د وتلو پلان په احیتاط پلي شي نو په ۲۰۱۴ کال کې به افغانستان د ائتلافي ځواکونو حداعقل ضروریتونه پوره کړي.»

خو په افغانستان کې میشت د ناټو ټول غړي د ۲۰۱۴ کال مهال ویش ته متعهد نه دي. د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند، تر دې مخکې ویلي دي چې سرتیري به ئې له افغانستان څخه په روان کال کې راووځي. خو ریدل وایي چې کیدای شي د ناټو غړي د فرانسې ولسمشر دې ته وهڅوي چې خپل ځواکونه د پخواني پلان له مخې له افغانستان څخه راوباسي.

په همدې حال کې د ناټو سر منشي اندرس فوخ راسموسن ویلي دي چې د ناټو په غونډه کې به پر دې موضوع باندې هم بحث وشي چې فرانسه څرنگه کولای شي چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم له دغه هیواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.

د اوباما اداره له خپلو ملگرو څخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د تمویلولو غوښتنه هم کوي. داسي ښایي چې د اوباما اداره په هغه اندازه چې تمه لري د ناټو له نورو غړو څخه د مرستو وعدې تر لاسه نه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم