1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو دفاعي ډال د عملیاتو له پاره چمتو دئ

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

په شیکاګو کې د ناټو د سرمشرییزې په لومړۍ ورځ، دې سازمان اعلان وکړ چې د ناټو د توغندیو دفاعي سیستم «مؤقتاً د عملیاتو» له پاره چمتو دئ. روسیه د توغندیو د دغه سیستم مخالفه ده.

https://p.dw.com/p/14zOO
انځور: DW

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن، په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ د اوږد مهالو هدفونو په لور دا لومړی ګام دئ چې د ناټو د اروپایي غړو هیوادونو خلک، ځمکه او وسلوال ځواکونه خوندي او محفوظ وساتل شي.»

د دې خبرې معنی دا ده چې امریکا متحده ایالات په ترکیه کې د یو رادار سیستم قومانده د ناټو اعلی قوماندان ته انتقالوي او په دې ډول په یوې امریکایي بیړۍ کې نصب شوي دفاعي توغندي د عملیاتو له پاره چمتو کوي. دغه بیړۍ به هم د ناټو تر قوماندې لاندې راوستل شي.

هسپانیې، ترکیې، رومانیې او پولند موافقه کړې ده چې د دغو امریکایي توغندیو دفاعی سیستم مرکزي برخې په خپلو هیوادونو کې نصب کړي. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې دغه سیستم ښایي تر ۲۰۱۵ کال پورې په بشپړه توګه د عملیاتو له پاره چمتو کړای شي. د ناټو ټول ۲۸ غړی هیوادونه د دغه دفاعي سیستم په تمویل کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو دغه پلان روسیه سخته اندیښمنه کړې ده او هغه د خپل خاورې له پاره یو ګواښ ګڼي. د ناټو عمومي منشي راسموسن ټینګار وکړ چې روسیه نه شي کولای د ناټو پر دغې خپلواکمې پریکړې باندې کومه اغیزه ولري، خو په عینې وخت کې ئې ماسکو ته د ګدې همکارۍ له پاره بلنه ورکړه.

د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وستر ویله، هم څرګنده کړه چې هڅه باید وشي چې په اروپا کې د امنیت د ټینګښت له پاره له روسیې سره یوې ګډی ستراتیژۍ ته وده ورکړل.

اصلاً په شیکاګو کې د روسیې او د ناټو تر منځ د یوې سرمشرییزی پلان شوې وو چې پر دې موضوع باندې خبری وشي، خو وروسته دغه غونده فسخه کړای شوه. د روسیې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د توغندیو د دفاعي سیستم پر موضوع لانجه روانه ده. دا چې د هغوی تر منځ په دریځونو کې به بدلون راشي او که نه، د امریکا متحده ایالاتو د نومبر د میاشتي د ولسمشرۍ له ټاکنی څخه وروسته به معلوم شي.

په شیکاګو کې دغه راز د ناټو د ځمکني څار د سیستم په برخه کې چې په انگلیسي ورته (Alliance Ground Surveillance System) يا (AGS) وایي هم پرمختګ شوی دئ. د ناټو عمومي منشي د لیبیا د عملیاتو په وخت کې د دغه کشافي سیستم اهمیت ته په اشارې سره وویل: «نن یو تړون لاس لیک شو چې پنځه بې بپلوته کشافي الوتکې راونیسو چې زموږ له قوماندانانو سره مرسته وشي چې ګواښونه او هدفونه تشخیص کړي او له لیرې ځایه څخه د دښمن کارونه تر څارنې لاندې ونیسي.»

المان هم دغه تړون لاس لیک کړ خو هغه باید د دې هیواد د پارلمان له خوا هم تصویب شي. د توغنديو دفاعي سیستم او AGS دواړه د ناټو د Smart Defence یا «هوښیارې دفاع» د ستراتیژۍ مثالونه دي چې ناټو غواړي هغه د مالي کرکیچ پر مهال پلې کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش