1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو عمومي منشي په امریکا کي د افغانستان په اړه وينا کوي

۱۳۸۸ مهر ۶, دوشنبه

د ناټو نوی سرمنشي Anders Fogh Rasmussen به نن د لومړي ځل لپاره د ناټو د سرمنشي په توګه په امریکا کي وينا کوي. نوموړی به دغه وينا د Atlantic Council نومي ادارې و غونډي ته وکړي...

https://p.dw.com/p/JqZC
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسنانځور: AP

و خبري آژانس رايټرز ته ددغه وينا يوه کاپي په لاس ورغلې ده چي په ترڅ کي يې اوس ددغه وينا برخې په رسنيو کي خپرې سوي دي. راسموسن به په خپله وينا کي وويايي چي هغه اندېښنې چي امريکا ته افغانستان د ستونزې په ترڅ کي د خپلو ټلوالو هيوادونو د ملاتړ په هکله ورپيدا سوي دي دی يې خواښينی کړی دی.

نوموړی به په خپله وينا کي پر امريکا ږغ وکړي چي په افغانستان کي د اروپايي ټولنې او په همدې ډول د کاناډا ونډه تحقيره نه کړي. نوموړی به په خپله وينا کي دې خبري ته اشاره وکړي چي په تيرو مياشتو کي د افغانستان د امنيتي چارواکو و کومک ته 9 زره داسي بهرني عسکر رسېدلي دي چي هغه د امريکا سره تړاو نه لري.

د نوموړي په وينا کي به دی ووايي چي د امريکا ټلوالې د جګړې څخه نه تښتې بلکه د هوښ او عقل څخه کار اخلي. دافغانستان په تيره اته کلنه جګړه کي د ناټو، امريکا او اروپايي ټولنې تر منځ د ماموريت په هکله بېلا بيل بحثونه تر سره سوي دي.

تر ټولو وروستی بحث هغه وخت رامنځ ته سو کله چي د اونۍ په آخره کي په افغانستان کي د ناټو قومندان سټېنلي مېک کريسټل په المان کي د ناټو د عمومي پوځي قومندان سره وليدل په کوم کښي چي يې د افغانستان لپاره د لا زياتو بهرني عسکرو د لېږد غوښتنه وکړه.

د نوموړي وياند ډګرمن Tadd Sholtis د شنبې په ورځ وويل چي ميک کريسټل د لا زياتو عسکرو غوښتنليک د امریکا و لوی درستيز اميرالبحر Mike Mullen او د ناټو و ستر قومندان اميرالبحر James Stavridis ته سپارلی دی. د نوموړي د غوښتنې له مخي بايد د دېرشو زرو او څلويښتو زرو په شاوخوا کي نور بهرني عسکر افغانستان ته ولېږدول سي تر څو بهرنيان په افغانستان کي د ماتي سره مخامخ نه سي.

مېک کريسټل په افغانستان کي د زياتو بهرنيو عسکرو د لېږد غوښتنه پداسي حال کي کړې ده چي پدغه هيواد کي تر مخه لا يو لک بهرني عسکر موجوده دي چي پکښي 63 زره يې امريکايان دي. اوس د بريتانوي پوځ يوه لوی قومندان تورن جنرالJim Dutton چي ناټود سوله ساتي ځواک ايساف قومندان هم دی د مېک کريسټل د غوښتنې ملاتړ کړی دی. و يوې انګليسۍ ورځپاڼې THE TIMES ته نوموړي ويلي دي چي د اولسي خلکو او امنيتي چارواکو تر منځ بايد د يو پر ينځوسو تناسب وي. مانا داچي د پنځوسو اولسي وګړو پر سر بايد يو اميتي عسکروي. د دغه بريتانوي قومندان په وينا په افغانستان کي اوس يو لک بهرني او تقريبا 174000 کورني امنيتي ځواکونه دي چي د نوموړي په وينا د ټيکاو راوستلو لپاره بسيا نه کوي. Jim Dutton زياته کړې چي که موږ غواړو په افغانستان کي اوږدمهاله امنيت رامنځ ته کړو تر څو هلته بيا تره ګري ريښې ونه نيسي نو بايد چي د هوا څخه د څار ترڅنګ پر مځکه هم شتون ولرو.

په واشنګټن کي به راسموسن د مېک کريسټل او د بريتانوي قومندان و غوښتنو ته د ځواب ويلو پر ځايي د افغان امنيتي چارواکو د لار ژر روزلو لپاره د بهرني کارپوهانو د لېږد خبره وکړي.

RTRE/ احمدولي اڅګزی

کتونکی.زيارمل