1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو غونډه پای ته ورسیده

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16Nj0

د ناټو غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو د چهارشنبې د ورځې په غونډه کي افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان پر ټاکلو او په دغه هيواد کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نوي „ غير پوځي“ ماموريت د پيليدو پريکړه وکړه.

په دې غونډه کې چې په بروکسل کې وشوه د ناټو غړو هيوادنو د دفاع وزيرانو، جوزيف دونفورد په افغانستان کي د ايساف ځواکونو نوی قوماندان و نوماوه.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن په وویل چي ناټو له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته بېخي نه وزي او اوس خپل راتلونکي ماموريت ته چي له ۲۰۱۵ عيسوي کاله پيليږي او هدف ئې د افغان امنيتي ځواک روزل دي تياری نيسي.