1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو غړو هیوادونو د بشپړ ملاتړ ماموریت د غځولو پریکړه وکړه

مسعود جهش۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبه

د ناټو غړو هیوادونو مشرانو د وارسا په کنفرانس کې توافق وکړ چې په افغانستان کې د «پریکړنده ملاتړ ماموریت» ۲۰۱۷ کال ته هم وغځوي. پر دې سربیره تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان ځواکونو د تمویل پریکړه هم وشوه.

https://p.dw.com/p/1JMF6
Polen Nato-Gipfel in Warschau - Jens Stoltenberg & Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/J. Skarzynski

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، د شنبې په ورځ په وارسا کې د افغانستان په اړه د غونډې تر پای ته رسیدو وروسته، د «پریکړنده ملاتړ ماموریت» په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې د دې ماموریت د جزییاتو په اړه به په راتلونکو میاشتو کې بحثونه وشي خو روښانه یې کړه چې په افغانستان کې د ناټو د غړو هیوادونو د سرتیرو شمیر به په اوسنۍ کچه کې پاتې شي.

اوس مهال ناټو په اف افغانستان کې د ۱۳۰۰۰ په شاوخوا کې سرتیري لري چې ډیری یې امریکایان دي.

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د ماموریت څرنګوالی به بدلون و نه مومي، او د تیر وخت په څیر به د افغان ځواکونو په روزنه او هغوی ته د مشورو په ورکولو بوخت وي. خو امریکایي ځواکونه به بیا په افغانستان کې د دې ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد په ځانګړو ماموریتونو کې هم ښکیل وي.

Polen Nato-Gipfel in Warschau - Ghani & Abdullah
په وارسا کنفرانس کې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ګډون کړی وو.انځور: Reuters/K. Pempel

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، وویل: «افغانستان اوس هم له تاوتریخوالي او جدي بې ثباتي سره مخامخ دی.» هغه زیاته کړه: «خو د ناټو بیغام روښانه ده: افغانان یوازې نه پریښودل کیږي.»

د ناټو غړو هیوادونو مشرانو په دې غوڼډه کې پر دې هم موافقه وکړه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي. خو دا لا روښانه نه ده چې غړي هیوادونه به د افغان امنیتي ځواکونو د کلني پنځه میلیارده ډالرو مصرف څومره برخه پر غاړه اخلي.

د ناټو د سرمنشي په خبره د دغو ژمنو په بدل کې افغان حکومت هم له اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو ژمنې وکړې. ستولتنبرګ روښانه کړه چې افغانستان په دغو برخو کې یو څه لاس ته راوړنې لري، خو لا هم باید کار وشي.

د ناټو غړو هیوادونو همداراز ویلي دي چې د سولې هلې ځلې باید د افغان حکومت په اولویتونو کې وي. که څه هم کابل له کلونو راهیسې پر طالبانو باندې د سولې غږ کوي، خو لا تر اوسه پورې په دې بهیر کې د پام وړ پر مختګ نه دی رامنځ ته شوی.