1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ناټو ناچاودیدلي توکي ملکیان وژني»

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ تیر ۳۱, دوشنبه

د ماینونو پر ضد د ملګرو ملتونو د مبارزې یوه دفتر ويلي دي چي د ناټو ځواکونو له خوا په افغانستان کې پاتې کیدونکي ناچاودیدونکي مواد په مخ پر ډیریدونکي ډول افغان ملکیان وژني.

https://p.dw.com/p/19Bb3
Soldaten einer sowjetischen Spezialeinheit suchen mit ihren speziellen Gerätschaften und einem dafür ausgebildeten Hund nach Minen auf dem Flughafengelände in Kabul. Aufnahme vom 30.04.1988. Am 27. Dezember 1979 marschierten sowjetische Truppen nach Afghanistan ein, um die Position der kommunistischen Regierung in Kabul zu sichern, die 1978 mit Hilfe Moskaus an die Macht gekommen und auf bewaffneten Widerstand der konservativen islamischen Bevölkerung gestoßen war. Gegen die hochmotivierten afghanischen Guerilla-Krieger konnte jedoch auch die Militärmaschinerie Moskaus nichts ausrichten, sie erlebte eine verlustreiche Niederlage. Gemäß dem Genfer Afghanistan-Abkommen vom April 1988 wurden bis zum 15. Februar 1989 alle sowjetischen Truppen aus dem Land abgezogen. Foto: AFP +++(c) dpa - Report+++
Afghanistan Jahrestag Saur-Revolution Sowjetische Truppenانځور: picture-alliance/dpa

«د ماینونو پر ضد د اقداماتو د همغږۍ کوونکي مرکز» مشر محمد صدیق رشاد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه باید له خپلو کمپونو څخه تر وتلو مخکې د خپل کمپ شاوخوا له پوځي توکو څخه پاک کړي.

هغه ویلي دي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په افغانستان کي د ناټو په پوځي کمپونو او یا هم د هغوی په شاوخوا کې ټول ټال ۵۳ افغان ملکیان وژل شوي دي. د دغو کسانو په ډله کي ډیر شمیر ماشومان هم شامل دي. د ناټو ډیر شمیر غړو هیوادونو په ۱۹۸۰کال کې د ملګرو ملتونو د «خاصو وسلو کاوینسون» Certain Conventional Weapons لاسلیک کړی دی. د دغه کانویسنون له مخې باید ټول هیوادونه تر دې مخکې چې خپله پوځي اډه تخلیه کوي، باید هغه له چاودیونکو موادو څخه پاکه کړي.

ریشاد وویل چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او «مجاهدینو» له خوا ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو په ۲۰۱۲ کال کې ۳۶۳ کسان وژلي دي. د هغه په خبره دا په داسې حال کې ده چې د دغه موادو د چاودلو له کبله بیا د ۲۰۱۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې۲۴۰ کسان وژل شوي دي.

هغه وویل: «موږ فکر کوو چې دغه ستونزه لا حل شوې نه ده. ځکه ډیر وخت ملکي وکړي په ناچاودیدونکو موادو پسې ګرځي چي هغه د اوسپني په بیه وپلوري.»

رشاد وویل چې داسې شواهد موجود دي چې اوس هم یو شمیر ځواکونه له خپلو کمپونو څخه د وتلو پر مهال هغه په بشپړه توګه له چاودیدونکو موادو څخه نه پاکوي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویې پوځي اډې ته نزدې د یوې چاودنې په پایله کې درې کسان ووژل شول او پنځه تنه نور تپیان شول.

د رشاد په خبره پلټونکو ډلو د ناټو په یوه خالي شوي کمپ کي۴۰۰ ناچاودیدلي توکي وموندل. هغه وویل چې دغه ستونزه د افغانستان په ډیرو برخو کې موجوده ده. رشاد روښانه کړه چې د روان کال په فبروري میاشت کې هم د بامیانو په ولایت کې دوه تنه ماشومان سخت ټپیان شوي ول. هغه زیاته کړه: «موږ خپل تیم سیمې ته واستاوه. تر اوسه پورې نیم کار بشپړ شوی دی. موږ په سیمه کې تر۵۰۰ ډیر ناچاودیدلي توکي موندلي دي. د دغو توکو ډير شمېر يې په ايساف ځواکونو پورې مربوط دي.»

رشاد انديښنه څرګنده کړه چې په راتلونکې کې کیدای شي له دې کبله رامنځ ته شوې تلفات لا پسې ډیر شي. هغه وویل: «موږ فکر کوو چې دا یوه ډیره لویه ستونزه ده. په افغانستان کې په سلهاوو پوځي اډې موجودې دي [...] له دغو اډو څخه ډیري به یې وټړل شي. د هغو له جملې څخه به یې یو شمیر افغانانو ته ورکړل شي خو ځینې به یې همداسې خالي پریښودل شي. ځکه نو موږ تمه لرو چې په راتلونکې کې د تلفاتو کچه ډیریدای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایساف ويلي دي له ملکیانو څخه ساتنه د هغوی د کار په لومړيتوبونو کي ده. د ایساف د چارواکو په خبره هغوی له یوې پوځي اډې څخه تر وتلو مخکې هغه د خپل ستندرد پروتکل له مخې له وسلو او نورو توکو پاکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب