1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د ناټو پر کاروان د طالبانو ځانمرګي برید دوه ملکیان وژلي

۱۳۹۷ مهر ۲۶, پنجشنبه

افغان او د ناټو ځواکونو چارواکي وايي چې په کابل کې د ناټو ځواکونو پر یوه موټریز کاروان باندې بمي چاودنه شوې. د چارواکو په وینا په دې موټري ځانمرګي برید کې لږ تر لږه دوه ملکیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/36jtS
Afghanistan Kabul attentat mit Autobombe auf NATO Konvoi
انځور: Reuters/O. Sobhani

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو تر ټولو سترې اډې بګرام هوايي ډګر ته څیرمه د ناټو ځواکونو پر یوه موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی. د چارواکو په حواله په دې پیښه کې دوه افغانان وژل شوي دي. طالبانو بیا رسنیو ته ویلي چې ځانمرګی برید د دوی یوه جنګیالي کړی دی.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار ویلي چې دغه ځانمرګی برید د چهارشنبې ورځې ناوخته ماښام مهال شوی. د میرمن شهکار په وینا برید د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې چیرته چې د ناټو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه موجوده ده، شوی دی. د پروان د والي ویاندې د تلفاتو په هکله ویلي چې د طالبانو له لوري په دې ځانمرګي برید کې دوه ملکیان وژل شوي او لږ تر لږه درې تنه نور ملیکان بیا ټپیان شوي دي.

بګرام د پلازمینې کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته د پروان ولایت یوه ولسوالي ده. د ناټو د ځواکونو سربیره په دې ستره پوځي اډه کې ګڼ شمیر امریکايي سرتیري هم میشت دي.

د ناټو ځواکونو ویاندې ډیبرا ریچردسن بیا د پیښې په تړاو ویلي چې د طالبانو په دغه برید کې د ناټو ځواکونو درې سرتیري ټپیان شوي دي. نوموړې د ټپي سرتیرو د هویت په هکله معلومات ورنه کړل.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د برید د مسئولیت د منلو سربیره ویلي چې د دوی یوه جنګیالي له چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر د ناټو ځواکونو له یوه کاروان سره جنګولی دی.