1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په برید کې د وژل شوو پاکستاني پوځیانو شمیر ۲۵ تنو ته لوړ شو

۱۳۹۰ آذر ۵, شنبه

د پاکستان دولتي تلویزیون ویلي دي چې د ناټو په هوایي برید کې د وژل شوو پاکستاني پوځیانو شمیر ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی. تر دغې پیښې وروسته پاکستان افغانستان ته د ناټو پر اکمالاتي قطارونو لاره تړلې ده.

https://p.dw.com/p/13HcM
د پیښې د قربانیانو په اړه لا دقیق معلومات په لاس کې نه شته
د پیښې د قربانیانو په اړه لا دقیق معلومات په لاس کې نه شتهانځور: dapd

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي وو چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په یوې سرحدي پوستې باندې د ناتو د څرخي الوتکو  په برید کې کابو ۱۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

تر دغې پیښې وروسته پاکستان د ناټو پر هغو اکمالاتي قطارونو چې د دغه هیواد له لارې افغانستان ته ورځې لاره وتړله. د خیبر پښتونخوا یوه چارواکي ویلي دي چې هغوې ته امر شوی چې د ناټو پر قطارونو لاره وتړلي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند چې خبري آژانسونو د هغه هویت نه دی بربڼد کړی ویلي:

«د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امینتي مرستندیه ځواک، ایساف، څرخي الوتکو د مومند په ایجنسۍ کې  په یوې امنیتي پوستې برید وکړ. د مرګ ژوبلو رپوټ ورکړ شوی دی. خو جزییات به یې وروسته معلوم شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا والي، مسعود کوثر، دغه پیښه غندلې او ور ته یې د نه منلو وړ پیښې خطاب کړی دی.

د مومندو په قبایلي سیمې کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، امنیتی چارواکو او په پیښور کې  یو پوځي چارواکي وویل چې دغه برید نن سهار له لمر ختو مخکی ترسره شوی او یو شمیر سرتیري یې وژلي. د هغوی د وینا له مخې په وژل شوو کې یو پاکستاني جګړن هم شامل دی.

په سیمه کې استخباراتي چارواکو هم د پیښی پخلی کړی دی. په کابل کی د ایساف یوه ویاند د فرانس پرس خبری آژانس ته وویل:

«مونږ خبر یو چې یو څه پیښ شوي دي خو مونږ لا تراوسه د معلوماتو په ټولو بوخت یو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پیښې د قربانیانو شمیر اته کسان ويل شوې وو.

واشنګتن  قبایلي سیمې د القاعدې د فعالیتونو اډې بولي او وایي چې  په دغو سیمو کې طالبان او نور زور پالونکي په افغانستان او نورو ځایونو کې پر امریکایي پوځیانو باندې د بریدونو بندو بست کوي.

دا په داسي وخت کې رامنځ ته کیږي چې د واشنګتن او اسلام آباد اړیکې  په پاکستان کې د القاعدی د مشر، اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته لا تر اوسه ترینګلې پاتې دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش