1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په غونډه کي د افغانستان په هکله کومه پريکړه نه ده سوې

۱۳۸۸ آبان ۳, یکشنبه

ددې امینتي غونډي د موضوع په سر کي په افغانستان کي د ناټو ماموریت و، په داسي حال کي وزیرانو د افغانستان دثبات لپاره د يوې نوي لاري چاري پر سره چي د ناټو د مشر اندرس فوګ راسموسن له خواوړانده شوې عمومی توافق نظر موجود و...

https://p.dw.com/p/KEqu
په براتيسلاوا کي د ناټو د غړيو هيوادونو د دفاع وزيران
په براتيسلاوا کي د ناټو د غړيو هيوادونو د دفاع وزيرانانځور: AP

خو وزیرانو داسي کومه پریکړه ونه کړه، چي نوي سرتیري دي افغاسنتان ته واستوي يا نور مالي او تخنيکي منابع دي د ناټو په اختیار کي پريږدي. په دغه نوي لاري چاري کي بله موضوع دا ول، چي افغانستان ته دي په اوږده موده کي د امنيتي چارو مسؤليت وسپارل شي.

دا چي د افغانستان حکومت ددې مسووليت په غاړه اخيستو کي څه نظر لري او یا په دغه ستراتيژي کي له افغان حکومت سره هم مشورې شوي. د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ،چي هغه هم دغي غوندي ته بلل شوی ؤ وويل:

د ناټو په دې غونډه کي د هغه سازمان مشر اندرز فوک رازموسن وويل، چي د افغانستان د راتلونکي حکومت سره به یو تړون یا کامپکت لاس ليک شي، چي بايد په جدي توګه د اختلاس او اداري فساد پر ضد مبار زه وکړي، رازموسن وويل: موږ چي له افغانستان سره مرسته کوو، له حکومت څخه يې هم غوښتني لرو، چي بايد تر سره يې کړي او هغه له ځان څخه د حکومتوالی استعداد او لياقت دی . تاسي په کي څه وايي.

په براتيسلاوا کي د ناټو د دفاع د وزيرانو په غوڼده کي ناټو د افغانستان دټاکنو له دوهم پړاو څخه نه يواځي هرکلی وکړ، بلکي د امینت په ساتنه کي يې ژمنه وکړه. په دغو ټاکنو کي، چي په پام کي ده د لړم یا عقرب په 16 په لاره واچول شي، د افغانستان د ملي اردو نقش څه دی.

طالبانو د پخوا په څېر د ر اتلونکو ټاکنو پر ضد ګواښ کړی د افغانستان خلک هم اندېښنه لري، چي نه شي په ټاکنو کي د برخي اخيستو سره د زور زياتيو قربانيان شي.

عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل