1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په غونډه کي د هلري کلنټن تود هرکلی سوی

۱۳۸۷ اسفند ۱۵, پنجشنبه

کله چي د جنورۍ په مياشت کي باراک اوباما د امريکا د اولسمشر په توګه لوړه وکړه نو د اروپايي هيوادونو مشران ډېرخوشاله ول.

https://p.dw.com/p/H6HK
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هلري کلنټن او د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ګوردن براون
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هلري کلنټن او د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ګوردن براونانځور: AP

د اروپايي ټولني د کمېسيو مشر خوسې مانوويل باروسو، هغه وخت و باراک اوباما ته د مبارکۍ ويلو په ترڅ کي د امريکا د نوي حکومت سره تړلي اروپايي هيلي څرګندي کړي:

«زه پخپله پدې نظر يم چي د اولسمشر په توګه د ښاغلي اوباما ټاکل د امريکا له پاره د يوه ستر بدلون مانا لري. دغه ټاکنه د ټولي نړۍ له پاره هم په يو ستر بدلون اوښتلای سي.»

د ناټو او امريکا اړيکي د پخواني اولسمشر بوش په وخت کي د عراق د جګړې له وجي ډيري ښې نه وې. د عراق تر څنګ د روسيې پر سر هم د امريکا او اروپايي هيوادونو تر منځ اختلافات موجود ول. هغه اروپايي هيوادونه چي د روسيې سره يې ښې اړيکي درلودې د پخواني اولسمشر بوش د حکومت د پاليسۍ څخه ناخوښه وه. خو کله چي د مونشن په غونډه کي د امريکا د اولسمشر مرستيال جو بايډن، د روسيې په وړاندي خپله نوې پاليسي څرګنده کړه، نو د اروپايي هيوادونو تر څنګ روسيه هم ډېره خوشاله سوه. د مونشن په نړيوال امنيتي کانفرانس کي جوبايډن ويلي وه:

« په تيرو کلونو کي زموږ دتړون د ملګرو هيوادونو اوروسيې په وړاندي يو خطرناکه ليري والی رامنځ ته سوی و. د اوباما په وينا اوس د بدلون وخت رارسېدلی دی او بايد نوی پيل وسي. پدغه نوي پيل کي بايد د زياتو سيمو په هکله له سره غور او د روسيې سره ګډ کار شامل وي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن په پام کي لري چي د جمعې په ورځ د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګې لاو روف سره وويني. پداسي حال کي چي د روسيې او د ګورجستان د جګړې د ستونزي اوس شپږ مياشتي پوره سوي دي نو دغه ليدنه کتنه د يوه نوي پېل مانا ورکوي. که روسيه او واشنګټن د راکټونو د ستونزي او د ايران په وړاندي د پاليسۍ پر سر جوړ جاړي ته ورسيږي نو دغه به ډېر فشارونه ليري او دګډ کار بهتره فضا به رامنځ ته کړي.

اروپايي ټولنه به هم د مېرمن کلنټن تود هرکلی وکړي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د کمېسيون غړې مېرمن بېنيتا فېرېرووالډنر، يوه اونۍ د مخه د لومړي ځل له پاره د مېرمن کلنټن سره ليدلي وه او مېرمن والډنر د کلنټن ډېر صفتونه کوي.

«زموږګډکار او همکاري بايد تر ټولو تيرو وختونو زياته وي. د هر اړخيزه همکارۍ له پاره يو د بل سره کومک او مرسته ډېره مهمه ده. موږ اوس يو د بل نظر ته لا زيات احترام لرو او تر پخوا زياته همکاري لرو. زه د لومړي ملاقات څخه ډېره خوښه يم.»

د اروپا او امريکا ترمنځ د اړيکو له پاره د فلسطين موضوع هم ډېره مهمه ده. اسرايل ته په خپل سفر کي مېرمن کلنټن ويلي وه چي بايد د فلسطين رياست جوړ کړل سي، کومه خبره چي د اسرايل مشر وزير بېني آمين نتنياهو رد کړه وه. پدې خبره کي هم د امريکا د نوې ادارې او اروپا نظر يو دی. پداسي حال کي چي د بوش حکومت هم د فلسطين خپلواک رياست غوښتی نو اوس به وخت څرګنده کړي چي د باراک اوباما حکومت پدې هکله عملي ګامونه پورته کوي او که د خپل پخواني اولسمشر په توګه يوازي په بيانونو اکتفا کوي.