1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ناټو په هوايي بريد کي ۷ ملکيان وژل سوي»

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۲۱, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د ناټو یوه هوایي برید د یوه نهه کلن ماشوم په گډون اووه تنه ملکي وگړي وژل دي. بهرنیو ځواکونو بیا په دې برید کې د اتو تنو یاغیانو د وژل کیدو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1DUux
انځور له ارشيف څخه کار سوی دی
انځور: DW

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د ملکي وگړو وژل کیدل له څو کلونو راهیسې یوه جنجالي موضوع ده. دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو ملکي وگړو شمیر کم شوی دی. د دې کار یو لامل کیدای شي په پوځي عملیاتو کې د هغوی کمه ونډه وي.

د پکتیا ولایت مرستیال عبدالولي ساعی، ویلي دي چې د یوه کلي اوسیدونکو د دغه ولایت مرکز گردیز ته د اوو کسانو مړي راوړي دي چې په خبره یې ټول د ناټو په برید کې وژل شوي ملکي وگړي دي.

ساعي روښانه کړې ده چې اوس په دې اړه څېړنې پيل شوي دي. د دغه افغان چارواکي په خبره لومړي معلومات ښيي چې وژل شوي کسان د لرگیو په راټولولو بوخت ول چې د یکشنبې په ورځ ورباندي برید وشو.

ساعي ویلي دي: «هغوی په لاس کې بېلونه لرل نو له دې کبله کیدای شي چې بهرنیو ځواکونو فکر کړای وي چې هغوی یاغیان دي.»

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو یوه ویاند دیوید اولسن، ویلي دي چې هغه په سیمه کې د یوه هوایي برید ترسره کیدل تائیدوي چې پر بهرنیو ځواکونو تر برید وروسته ترسره شوی دی. هغه ویلي دي: «د دې برید په پایله کې د دښمن اته کسان ووژل شول.»

په پکتیا ولایت کې طالبان او د حقاني ډله فعالیت کوي چې له دیارلسو کلونو راهیسې د افغان حکومت پر ضد په یوه وسله وال مقاومت بوخت دي.

د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د هویت معلومول په کم وخت کې یو ستونزمن کار دي. ملگرو ملتونو په جولای میاشت کې اعلان کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په لومړۍ نیمایي کې د ۵۰۰۰ ملکي کسانو د مرگ ژوبلې یوه سلنه په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د ملکي کسانو وژل کیدل یو لامل وو چې له مخې یې پخواني ولسمشر حامد کرزي، له امریکا متحدو ایالاتو سره د امنيتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کوله.

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي دغه تړون له واشنگټن سره لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاته شي.