1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د ناټو په پلان کې بدلون نه دﺉ راغلی"

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د ناټو د هیوادونو د بهرنیو او دفاعي چارو وزیران د چهار شنبې په ورځ د یوې دوه ورځینۍ غونډې له پاره سره راټول شول چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو په اړه خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/14f4c

په دغه غونډه کې د ناټو عمومي سرمنشي اندریس راسموسن، وویل چې ناټو پلان نه لري چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه تر ټاکل شوي وخت مخکي راوباسي.

د ناټو عمومي سرمنشي تر هغه وروسته دا خبرې وکړي چې د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا گیلارد، وویل چې هیواد به ئې له افغانستان څخه خپل ځواکونه تر پلان شوي وخت څخه یو کال مخکې راوباسي. هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې شوي امنیتي پرمختگونو دې ته لاره هواره کړې ده چې ډیر شمر استرالیايي ځواکونه په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو عمومي سرمنشي دا خبره هم رد کړه چې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو په پلان کې دې کوم بدلون راغلی وي. هغه وویل: «له افغانستان څخه د راوتلو په مهال ویش کې کوم بدلون نه دﺉ راغلی.»

راسموسن وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دغه هیواد د پوځ کلنی مصرف شاوخوا څلور میلیارده ډالر وي چې د راسموسن په خبره دا د ناټو په ګټه ده ځکه چې ناټو هر کال په افغانستان تر دې ډیرې پیسې مصرفوي.

په همدې حال کې د المان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، هم په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي دي چې هغه د استرالیا د لومړۍ وزیرې خبرو حیران کړی دﺉ. هغه وویل: «زموږ استرالیایي ملګرو د روان کال په فبروري میاشتې که بل څه ویلي وو خو د هغوی دا اعلان له افغانستان څخه زموږ د وتلو پلان نه خرابوي.»

دغه غونده د مې په میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو د عمومي غوندي له پاره لاره هواره وي. په دغه غونډه کې چې د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما په کوربه توب جوړیږي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د دوه کلن پلان په اړه بحث او خبرې اترې وشي.

د ناټو مشرانو د ۲۰۱۰ کال په نومبر میاشت کې پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په تدریجي ډول د افغانستان امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري خو لا تر اوسه پورې هم پر دې خبرې اترې روانې دي چې تر دې وروسته څرنگه افغان امنیتي ځواکونه تمویل او تجهیز کړي.

که څه هم ناټو وایي چې په افغانستان کې یاغیان ځپل شوي دي خو د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو باندې په یوه وخت کې بریدونو دښودله چې طالبان اوس هم پیاوړي دي.

ناټو غواړي چې په روان کال کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ کسانو ته ورسوي خو دا چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان څومره امیتي ځواکونه ولري لا تر اوسه پورې معلومه نه ده. امریکایي چارواکي غواړي چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیره ۲۲۸۰۰۰ کسانو ته راټیټه کړي.

د ناټو غړي هیوادونه همداراز پر دې خبرې کوي چې څرنگه د افغان امنیتي ځواکونو کلني لگښتونه تمویل کړي. د محاسبو له مخې د افغانستان پوځ به هر کال شاوخوا ۴.۱ میلیارده ډالر مصرف ولري. له دغو پیسو څخه به متحده ایالات هر کال افغانستان ته ۲.۳ میلیارده ډالر ورکوي او پاته برخه به ئې د افغانستان د حکومت او نورو هیوادونو له خوا پوره شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل