1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو ځواکونه بيا عراق ته مخه کوي

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ تیر ۲۰, یکشنبه

د ناټو له خوا د عراقي افسرانو روزنه د تېر کال د دوبي راهيسې پيل شوې چې تر اوسه پورې د اردن په خاوره کې دننه تر سره کېدله، ځکه چې هلته امنيت د عراق په پرتله ډېر ټينګ دی.

https://p.dw.com/p/1JMUe
AWACS und NATO Symbole
انځور: picture alliance

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو په وارسا کې پرېکړه کړې ده چې د عراق په خاوره کې به د داعش په وړاندې د لا موثرې مقابلې له پاره عراقي افسران وروزي. تر اوسه پورې دغه راز د روزنې دورې په اردن کې نيول کېدلې.

د شنبې ورځې په ناسته کې (د جولای په ۹مه) د ناټو د غړو هېوادونو دولتي او حکومتي مشرانو موافقه وکړه چې د عراقي پوځيانو روزنه به د دغه هېواد په خاوره کې دننه مخ ته بيول کيږي. ينس ستولتنبېرګ، د ناټو سرمنشي، د دې خبرې له اعلانولو سره سم وويل چې دغه پرېکړه غړو هېوادونو د عراق د صدراعظم، حيدر العبادي، په غوښتنه کړې ده.

د ناټو له خوا د عراقي افسرانو روزنه د تېر کال د دوبي راهيسې پيل شوې چې تر اوسه پورې د اردن په خاوره کې دننه تر سره کېدله، ځکه چې هلته امنيت د عراق په پرتله ډېر ټينګ دی. تر دې دمه په سوونو عراقي افسرانو دغه روزنه ليدلې ده. د ناټو وروستی روزنيز ماموريت په عراق کې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۱ کالونو په ترڅ کې تر سره شو. ناټو ته نزدې کړيو ويلي دي چې په عراق کې د دغه سازمان راتلونکی روزنيز ماموريت به د ۲۰۱۷ کال په اوايلو کې شروع شي چې په موخه يې لومړی ۲۰ تر ۳۰ پورې پوځي روزونکي عراق ته استول کيږي.د داعش په وړاندې جګړه او د آواکس الوتکې

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو ورسره جوخت د بين المللي عملياتو د غوڅ ملاتړ له پاره د آواکس اکتشافي الوتکو پر ماموريت هم هوکړه کړې ده. د ناټو سرمنشي، ينس ستالتنبېرګ، وويل ټاکل شوې ده چې دغه اکتشافي الوتکې به د ترکيې او د مديترانه سيمې په هوايي حريم کې د سوريې او عراق د اوضاع په اړه اطلاعات راټول کړي. ناټو تر اوسه پورې د عراق او سوريې په کړکېچونو کې د مستقيمې ښکېلتيا څخه ډډه کړې وه. آن هغه مهال چې يو شمېر عربي هېوادونو د نورو په لسګونو هېوادونو په ملتيا د داعش ضد يو ائيتلاف جوړ کړ، ناټو هم ځان لېرې وساته.

د ناټو آواکس الوتکې اوس په ترکيه کې دې ته چمتو دي چې په عملياتو کې برخه واخلي. د ناټو غړو ويلي دي چې د آواکس الوتکو د عملياتو په هکله به په قوي احتمال سره په مني کې اړونده جزيات وړاندې شي. د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل، د پنجشنبې په ورځ (د جولای اوومه) موافقه کړې وه چې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد په مبارزه کې به له جنګي الوتکو څخه کار واخيستل شي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ډېره موده د امريکا متحده آيالاتو له هغې غوښتنې سره مخالفت کړی وو چې ناټو دې د داعش په وړاندې په مبارزه کې ونډه واخلي. د دې دليل دا په ګوته شوی وو چې د ناټو په ونډې سره به د سوريې بحران لا پسې پېچلې بڼه غوره کاندي.

بې پيلوټه جاسوسه الوتکه هاوک
بې پيلوټه جاسوسه الوتکه هاوکانځور: DW/R. Goncharenko