1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نفوس د ورځ تر بلي ډيرېدو له امله ډيری خلکو لويو ښارونو ته مخه کړې

۱۳۸۹ فروردین ۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو موسسي د هبيتات د څانګي د يو رپوټ له مخه، چي همدا لږه موده دمخه په بروکسل کي خپورسوی دی، په نړۍ کي هره ورځ د ښارونو وګړي دوه لکه ډيريږي...

https://p.dw.com/p/MZje
دملګرو ملتونودموسسي دهبيتات دپروګرام د مشري تانزانياييۍ اناتيبوياکا د وينا له مخه دځمکي پرسر هر اتم انسان د غريبو خلکو د جونګړو په سيمو کي اوسي.
دملګرو ملتونودموسسي دهبيتات دپروګرام د مشري تانزانياييۍ اناتيبوياکا د وينا له مخه دځمکي پرسر هر اتم انسان د غريبو خلکو د جونګړو په سيمو کي اوسي.انځور: DW

دنړۍ دوګړو نيمايي برخه په سترو ښارونو کي ژوند کوي،چي دا سخت عواقب لري. غريبان او ډير غريبانان هڅه کوي، چي په نه کنټرول سوي ډول آبادو شويو جونګړو کي ژوند وکړي. دمثال په ډول کبيرا، چي د نايروبي د ښار د جونګړو سيمه ده اوپدي منځ کي د اټکل له مخه له يو مليونو نه ډيرکسان ژوند پکښي کوي، دا د افريقا د غريبانو د اوسيدو له ټولوڅخه ستره سيمه ده.

دملګرو ملتونودموسسي دهبيتات دپروګرام د مشري تانزانياييۍ اناتيبوياکا د وينا له مخه دځمکي پرسر هر اتم انسان د غريبو خلکو د جونګړو په سيمو کي اوسي.

د ډيرو سترو ښارونو بله ستره ربړه د ترافيکو مسله ده.ځکه د هرچا له لاسه، چي کيږي ځانته موټراخلي نه يوازي دهوسا ژوند دکولو لپاره، بلکه ددې لپاره، چي ښاري دحمل ونقل وسايل بسيا نکوي اوپه وخت نه راځي، چی دا نو بيا د اقليم لپاره زهردی.ځکه چي په ښارونوکي د نړۍ په سلوکي 75 انرژي مصرفيږي او د نړۍ دکاربن داي اوکسايډ د توليد په سلوکي اتيايمه برخه په سترو ښارونوکي کيږي.

د سترو ښارونوبله ربړه په نوموړو ښارونوکي نابرابري ده. د ملګرو ملتونو دهبيتات پروګرام وايي، چي که د هغه پر ضد اقدام ونسي نو عاقبت يې کيداي سي، چي زور زياتی او ګډوډي وي. د نوموړي سازمان د وينا له مخه دا کفايت نکوي چي يوازي بازارونوته د ښارونو د جوړولو کار ورپريښودل سي.

د ملګرو ملتونوموسسي دهبيتات بنسټ په1978کال کي د «يونايتډ نيشنس سنټرفارهيومن ستلمنتس» په نامه په نايروبي کي کښېښودل سو .او په 2002کال کي په «يونايتدنيشن پروګرام فارهيومن ستلمنتس» باندي بدل کړاي سوخو نن ورځ د ملګرو ملتونودموسسی د تشکيل يوه مرکزي څانګه ده، چي د ښارونود ودو، دکليو اوکورونو د جوړولو په مسايلو،او د اپارتماني کورونو په مسايلوباندي په پر مختلونکو، او د پرمختګ په درشل کي هيوادونو کي ځان مصروفوي.

فعلاًدا پروګرام د نړۍ په 80 هيوادونوکي 200 پروژي لري . عموماً دغه پروژې د نوموړو هيوادونو له اړوندو سازمانونوسره دګډکار له لاري عملي کيږي.

د ملګرو ملتونودموسسي هبيتات، دهيوادونوله حکومتونوڅخه هيله لري چي د ښارونو د ودو لپاره اساسي چوکاټونه جوړ کړي. او د اقليم د بدلون، غريبۍ، او د امنيت پر ربړو باندي فکروکړي . د ملګرو ملتونودموسسي دنوموړي پروګرام په نظر داسي سياسي تشکيلات لازم دي،چي په خپلو پروژو کي خلک هم شريک کړي، او د هغوکسانو احتياجو نه او نظريې په پام کي ونيسي، چی داپروژی ورته جوړيږي . دا د ملګرو ملتونو د موسسي دهبيتات د پنځمي غونډي موضوع ده چي داځلي په روديژنيرو کي جوړيږي.

Mast-Kirschning/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل