1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نقیب الله محسود پلار مړ شو

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

محمد خان محسود چې د خپل وژل شوي زوی نقيب الله محسود قاتلينو ته د سزا ورکولو له پاره مبارزه کوله خپل ژوند هم وبایله.

https://p.dw.com/p/3U6At
Pakistan Naqeebullah wurde von Polizisten getötet
انځور: Meraj Udin, Sanna Ijaz

په کراچۍ کې ظاهرا د پولیسو په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقیب الله محسود پلار مړ شوی دی. محمد خان له یوې مودې راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته وو. د هغه زوی فرید الله د خپل پلار د مړیني خبر تائید کړی دی. ویل شوي دي چې هغه به په خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان کې خاورو ته سپارل کیږي.

د محمد خان نوم هغه مهال په عامه محضر کې راڅرګند شو چې ظاهرا د پولیسو په جعلي مقابله کې د خپل زوی تر وژل کیدو وروسته کراچۍ ته ولاړ او د انصاف غوښتنه یې وکړه. د نقیب الله محسود وژنه څو میاشتې د پاکستاني رسنیو په سرټکو کې راتله.

د نقیب الله محسود د وژنې پيښه هغه وخت راپورته شوه چې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د کراچۍ د ملیر سیمې په شاه لطیف ټاون، کې هغه مهال د ملیر سیمې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي راو انوار اقبال ظاهرا د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې د څلورو ترهګرو د وژلو ادعا وکړه. خو د تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چې وژل شوي کسان ترهګر نه بلکې عام وګړي ول چې د محکمې د حکم پرته وژل شوي وو.

په دغو وژل شوو کسانو کې د وزیرستان سیمې یو ځوان نقیب الله محسود هم شامل وو. هغه مهال د پيپلز ګوند مخکښ سیاستوال او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی بلاول بهټو د دغه پيښې په تړاو د سند ایالت کورنیو چارو وزیر ته د پلټونو امر وکړ. تر هغې وروسته راو انوار اقبال له خپلې دندې ګوښه شو او ممنوع الخروج اعلان شو.

د نقیب الله محسود پلار له خپلې کورنۍ سره کراچۍ ته ولاړ او د خپل زوی د قاتلینو د نیولو له پاره یې احتجاج وکړ. په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د دغه موضوع د خپریدو وروسته د پاکستان سترې محکمې په خپله د دغه قضیې د تعقیبولو خبره وکړه. د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د ترهګرۍ ضد محکمې نقیب الله محسود بې ګناه وباله.

تر دې وروسته راو انوار پټ شو او ویل کیږي چې هغه د اسلام آباد له هوایي ډګره دوبۍ ته د تیښتې ناکامه هڅه هم وکړه. څه موده وروسته بیا راو انوار سترې محکمې ته په خپله حاضر شو چې بیا وروسته پريښودل شو.

د محمد خان کیسه د پاکستان د عدالت غوښتنې د سیستم پر وړاندې یوه پوښتنه ده چې یو عام وګړی د دغه عدالت د ترلاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي خو دغه هیله یې د ژوندانه تر اخره نه تر سره کیږي.

عالیه شاه