1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننگرهار مېرمني د روغتيايي آسانتياؤ د کمښټ څخه سر ټکوي

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

د ننګرهار د بيلابيلو سيمو استوګن نه يوازې پخپلو سيمو کې اميندوارو ميندو ته د زيږون پر مهال د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي بلکې په مرکز جلال اباد کې هم دغه ستونزه ترسترګو کیږی.

https://p.dw.com/p/11Mg7
افغاني مېرمني
افغاني مېرمنيانځور: AP

ننگرهار هم د افغانستان په هغو ولايتونو کي شمېرل کيږي چيري چي مېرمنې و اړينو روغتيايي آسانتياؤ ته لاس رسی نه لري. يو شمېر ښځي د دې څخه سر ټکوي چي د زېږون پر وخت يو شمېر د دوی خوندي د سختو ستونزو سره مخامخ کيږي او حتی بعضي وخت ماشوم او مور ته ځاني تاوان د يوې وړې طبي ستونزي له امله اوړي.

يو شمير له دې ښځو چې په عامې روغتيا روغتون کې له المان غږ سره په همدې اړه خبرې کولې،زياته کړه چې په بسترونو سربيره، دډاکټرانو کم والي اوکورني محدوديتونه هغه څه دي چې د زيږون پر مهال اميندوارې ميندې ترې کړيږي.
دوی د رغتون او نورو اړوندو مسولينو په روغتون کې د نسايي ولادي څانګې د تجهيزولو په خوا کې له کورنيو هم غوښتنه کوي چې د زيږون پر مهال اميندوارې ميندې روغتون ته راولي.

په همدي حال کي دننګرهارولايت دعامي روغتيا ريس ډاکټربازمحمدشيرزاد وايي چې يادروغتون څو کاله وړاندې دولادي نسايي څانګه نه درلوده او فعاليت يي کم وخت کيږي نوموړي دخلکوهغه نيوکي چې ډاکټران کم دي او د ناروغانو خدمت يي نه کيږي په کلکه رد کړې. نوموړي ومنله چي ځای او بسترونه يي کم دي خو منه يي وکړه چې دوي د يو زربستريزروغتون غوښتنه کړي چې د ولايتي اداري په مرسته يي کارتر ډيره حده شوی دی. د نوموړي په وينا په نږدي راتلونکي کي به دغه روغتون د ننګرهار د رينګ روډ په ساحه کي ورغول شي اوپه رغيدا سره به يي د ولسي خلکوشته ستونزي حل شي.

د ننګرهار ولايت د عامي روغتيا روغتون د نسايي ولادي څانګه څلويښت بستره لري چې په ننګرهارسربيره د کونړ،لغمان،او نورستان ناروغان هم دي روغتون ته راوړل کيږي.

د دي څانګي د مسولينو په وينا په هرو څلورويشتو ساعتونو کي د سلو او يو سلوشلو په اندازه ناروغان ورته مراجعه کوي.

شمع احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: احمدولي اڅکزی