1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننگرهار په محبس کې روغتون جوړیږي

۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعه

د ننگرهار ولایت د عامې روغتیا د ریاست په مرسته د جلال آباد ښار په محبس کې د یوه روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

https://p.dw.com/p/149dY
انځور: DW

دغه روغتون د ننگرهار د عامې روغتیا د ریاست له خوا د ``هیلنیټ`` مؤسسې په مالي مرسته جوړيږي، چې پرې یو میلیون او سل زره افغانۍ مالي لگښت راځي.

د نوموړي روغتون چارې به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د بندیانو د درملنې له پاره پکښې درې خونې په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په محبس کې کوم روغتون شتون نه درلود او بندیان به د درملنې له پاره د جلال آباد ښار د عامې روغتیا روغتون ته لیږدول کیدل.

د محبس د چارواکو په وینا دوې د ځای په برخه کې یو لړ ستونزي لري او د اړوندو چارواکو څخه ئې غوښتي دي چې د دوی یاده ستونزه حل کړي.

د ننگرهار ښار د محبس امر سمونوال عبدالولي حصارک، ویلي دي چې د ننگرهار محبس ۲۵ جریبه ځمکه لري او پکښې د نوو ودانیو د جوړولو وړاندیز ئې کړی دئ.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې درې کاله مخکې د سره صلیب (ICRC) له خوا په محبس کې د بندیانو د درملنې له پاره درې خونې جوړې شوې وې او اوس د ``هیلنیټ`` مؤسسې له لوري د ننگرهار د عامې روغتیا د رئیس په مرسته دغه نوی روغتون جوړيږي. د هغه په وینا په دې کار سره به د درملنې په برخه کې د بندیانو ستونزې هوارې شي.

د ننگرها د عامې روغتیا رئیس باز محمد شیرزاد، د روغتون د جوړیدو په اړه د دویچه ویله پښتو انټرنیټ پاڼې ته ویلي دي چې د نوموړي روغتون په جوړیدو سره به د بندیانو یو لړ ستونزې هوارې شي.

هغه زیاته کړې ده چې د محبسونو او لیليو څخه د ساري ناروغیو د انتقال خطر ډیر وي، نو له همدې امله په پام کې نیول شوي ده چې نوموړي روغتون ته د ایکسرې، یو ماشین هم راوړل شي چې د ساري ناروغیو د انتقال مخه ونیول شي. په عینې وخت کې بندیانو هم د نوموړي روغتون په جوړیدو خوښي ښودلې ده.

د ننگرهار محبس شپیته کاله مخکې جوړ شوی دئ او د ۶۰۰ بندیانو د ساتلو ځای لري، خو د چارواکو په وینا اوسمهال پکښې ۱۲۶۵ بندیان ساتل کیږي.

ننگرهار/ شمع احمدزی
کتونکی: سید ریاض