1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننگرهار کرونده گرو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې ده

۱۳۹۰ بهمن ۳, دوشنبه

ننګرهار د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دئ چي په دې ورستيو کي پکښي ګڼ شمير کرونده ګرو د زعفرانو کرلو ته مخه کړي ده. هغوی هڅه کوي چي دغه بوټی چي پالنه ئې اسانه او بيه ئې لوړه ده د کوکنارو ځاي ونيسي.

https://p.dw.com/p/13oBT
د افغانستان په يوه بله څنډه کي د زعفرانو يوه کرونده
د افغانستان په يوه بله څنډه کي د زعفرانو يوه کروندهانځور: DW

په تيره يوه لسيزه کي د دغه نوي محصول د کارو باريانو شمېر د پام وړ لوړ شوی دئ.

دننګرهار يو شمير بزګران وايي چي د زعفرانو ساده پالنه او په نړيوالو بازارونو کي د هغه لوړه بيه د دې لامل شوې ده چي دوی د کوکنارو پر ځای د دغه بوټي کرلو ته مخ واړوي.

هغوی وايي دمګړی د يوه کيلوګرام زعفرانو بيه له دوو زرو امريکايي ډالرو سره برابره ده په داسي حال کي چي د يوه کيلو ترياکو بيه شاوخوا درې سوه امريکايي ډالره کيږي.

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسيدونکی مالي خان چي يو مهال ئې کوکنار کرل اوس ئې د زعفرانو کرلو ته مخه کړې ده.

«دا اصلي خبره ده، په دې کي ډيري ګټي شته، دا زعفران د صحت له پاره په کار راځي، په اسانه کرل کيږي، لږ اوبو ته اړتيا لري او لوړه بيه لري».

ويل کيږي چي دمګړی د ننګرهار ولايت په ۱۴ولسواليو کي زعفران کرل کيږي، خو په يادو سيمو کي لا هم په بشپړه توګه د کوکنارو کرل پای ته نه دي رسېدلي.

د زعفرانو د کرلو له پاره بوټي له ايران څخه ننګرهار ته راوړل شوي دي. خو بزګران وايي چي د راتلونکو کلونو له پاره دوی ايراني بوټو ته اړتيا نه لري او هر څه به له خپلو کروندو ترلاسه کوي.

د ننګرهار د کرهڼي رياست چارواکي وايي دوی د دغه ولايت له ۲۲ ولسواليو څخه يوازي څورلس ولسوالۍ د زعفرانو د کرلو له پاره ځکه ټاکلي دي چي دغه بوټی پکښي ښه وده کوي او هوا ئې هم مناسبه ده.

«دغه لړۍ چي پيل شوې ده په هغو ولسواليو کي ده چي ډيري اوبه نه لري، زموږ غرنيزي ولسوالۍ پکښي شاملي دي، نازيان، دور بابا، خوږياڼي، شيرزاد او داسي نوري، موږ په پام کي نيولي دي چي بزگرو ته مسلکي روزنه ورکړو، ځکه له دغه بوټي سره خلک نا اشنا دي».

د کرهڼي وزارت وياند مجدد قرار وايي چي د افغانستان په سلونو ټنه زعفرانو ته ئې يوازي د خليج په هيوادونو کي مناسب مارکيټونه برابرکړي دي.

«همدا اوس موږ په خليج کي د افغانستان د لسو ټنو زعفرانو له پاره د خرڅلاو بازار پيدا کړی دئ، ځکه ښه بوی لري، ښه کيفيت لري، تر هغه پوري چي زعفران دلته عاميږي، پياز ئې هم ښه بازار لري، موږ وليدل چي سږ کال بزگرانو په هرات کي د زعفرانو بوټي تر ميوې ډير خرڅ کړل او ښه عايد ئې تر لاسه کړ».

د زعفرانو را ټولول او د هغوی بسته بندي ډيري انساني قوې ته اړتيا لري او په دغه برخه کي اوس د هيواد په ختيځ او لويديځو ولايتونو کي چي ډير زعفران کرل کيږي په زرو تنه په کار بوخت دي.

يوازي د افغان زعفران په نامه په يوه شرکت کي چي په هرات کي دئ څه باندي زر تنه په کار بوخت دي.

افغان بزګر او د کرهڼي وزارت چارواکي هيله لري چي د زعفرانو د کرلو په پراخيدو سره به دوی وتوانيږي چي په نړيوالو بازارونو کي ورته ښه بازارونه پيدا کړي.

زعفرانو ته د افغانستان د راتلونکي له پاره د هغه بوټي په سترګه کتل کيږي چي کولای شي د کوکنارو ځای و نيسي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل